08.09.2010 11:13    |   کرکټ څانګه د خوست په ولایت کې په ۷۵ لوبډلو د کرکټ وسایل وویشل شو

د خوست د ولایت د ۱۲ ولسوالیو ۷۵ راجسټر شوي لوبډلې ویشل شیوو سامان کې لوبغاړو ته د لوبې کولو جامي، توپونه، بیټونه او ویکټې شاملي وی. نور ولي جان عادل په خوست کې د کرکټ د پرمختګ لپاره د نورو سوداګرو او مشرانو څخه وغوښتل چې په خوست کې د کرکټ پر پرمختګ او وده کې برخه واخلي، ښاغلی عادل وايي چې د کرکټ په لوبغاړو پیسې ورکې نه دي، همدا لوبغاړي دي چې ټول ولس ته یې د تیر ۳۰ کلن ناورین څخه وروسته خوشالي راوړي او افغانستان یې د کرکټ په ډګر کې ځلولی دی.


06.09.2010 17:14    |   کرکټ څانګه د افغانستان د ځوانانو د ټولنې لوپدلې د پاکستان رمضان سيالي وګټله

د افغانستان د ځوانانو د ټولنې لوپدلې د پاکستان رمضان سيالي وګټله نن د کراچۍ په ښار کې د ځوان افغان لوبډله د پاکستان د ای اوو بلو لوبډلې سره د پاکستان په وخت د شپې ۱۱ بجې د رمضان د سیالیو پای لوبه کوي.د شمشاد تلویزیون تلویزیون یو کارکونکي دا تاید کړي چې ننۍ لوبه به د کرکټ مینوالو ته په ژوندۍ بڼه وړاندې کوي.


06.09.2010 11:15    |   باختر خبري اژانس د زابل دکرکټ له ټيم سره مرسته وشوه

د زابل ولايت د کرکټ له فدراسيون سره د بيارغونې د ولايتي ټيم له خوا مرسته وشوه .


05.09.2010 12:09    |   کرکټ څانګه د ولايتي شل اوریزې سیالۍ لپاره ننګرهار لوبډله اعلان کړه

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ د ریاست مشر قاري هدایت الله وايي چې تر ډیره حده مو کوښښ وکړ چې د ننګرهار د ولایت تکړه لوبغاړي راروانو ولایتي شل اوریزه سیالیو ته غوره کړو، نومړی وايي چې غوره شوي لوبغاړي ټول د سکور بوک له مخې غوره شوي، کومو لوبغاړو چې د یوې اونۍ په تمرین کې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړي وې هغه لوبغاړو مو د ننګرهار ولایت په لوبډله کې نیولي دي.


05.09.2010 12:06    |   کرکټ څانګه کوچیان، سمنګان، تخار او بامیان په ولایتي سیالیو کې د ګډون لپاره په خپلو کې لوبې کوي

په راروانو ولایتي شل اوریزو سیالیو کې ۲۴ لوبډلې برخه اخلي، تر اوسه د ۲۳ ولایتونو لوبډلو مهال ویش اعلان شوی او د ۲۴ لوبډلې لپاره پورته څلور لوبډلې د کابل په لوبغالي کې سره جنګیږي.


05.09.2010 11:01    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د ولايتي سيالۍ د سيل کونکو لپاره بيې ټيټې کړې

کرکټ بورډ د ولايتي سيالۍ د سيل کونکو لپاره بيې ټيټې کړې دا خبره کرکټ بورډ ټول افغان ته کړې ده. د کرکټ بورډ وايي چې اوس د لوبې سيل کونکي وکړای شي چې د ۵۰ افغانيو په بدل کې د لوبو سيل په لوبغالي کې وکړي.


02.09.2010 23:55    |   کرکټ څانګه افغان ځوانانو ټولنې لوبډله د رمضان سيالۍ پايلوبې ته بريالۍ شوه

افغان ځوانانو ټولنې لوبډله د رمضان سيالۍ پايلوبې ته بريالۍ شوه نن د پاکستان په رمضان کپ کې پاک کورانګي په منځلوبه کې کورنګي الفتح ته ماته ورکړه او نيمه پايلوبې يا سيمي فاينل ته بريالۍ شوه چې د افغانستان د ځوانانو د ټولنې د لوبډلې سره به لوبه کوي.


02.09.2010 20:04    |   کرکټ څانګه د شل اوريزې ولايتي سيالۍ د سيل کونکو لپاره د لوبو د کتلو بيې اعلان شوې

د شل اوريزې ولايتي سيالۍ د سيل کونکو لپاره د لوبو د کتلو بيې اعلان شوې د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروانې کورنۍ شل اوريزې سيالۍ د چمتووالي کال د کابل په لوبغالي کې ګړندی روان دی. په دې لړ کې کرکټ بورډ د دې اعلان هم کړی دی چې د لوبې سيل کونکي به لږ د تېر په شان د لوبې کتلو لپاره ټکټ اخلي خو دا ځل به دا پروسه لا منظمه وي.


02.09.2010 02:53    |   امريکا غږ راديو ويبپاڼه د افغانستان د ځوانانو کرکټ کلب نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته چمتوالی نیسي

د افغانستان د ځوانانو کرکټ کلب نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته چمتوالی نیسي د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ډاکټر محمد اضغر علي شاه په نامه د کرکټ د شلو شلو اورنو سیالۍ اوس دریم پړاو ته رسیدلي دي.


31.08.2010 23:53    |   کرکټ څانګه د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدله په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته ورسېده

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدله په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته ورسېده د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدله چې دا مهال په کراچۍ کې په رمضان سيالۍ کې برخه اخلي د دې سيالۍ نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه. افغان لوبډلې نن په منځلوبه کې د پاکستان کرکټ کلب ته ماته سخته ماته ورکړه.


د کرکټ په اړه شننې او ليکنې

19.08.2010 09:00    |   عبد الواحد صیاد راتلونکی شل اوریز جام او د ولایتی لوبډلو غوراوی

راتلونکی شل اوریز جام او د ولایتی لوبډلو غوراوی د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره چې د افغانستان کرکټ بورډ د ولایاتو تر منځ د کورنۍ سیالیو کومي هلې ځلې پیل کړی دي واقعآ د افغانستان دکرکټ په روښانه راتلونکي کښې مهمه ونډه لري، په دې توګه به با استعداده لوبغاړی په نښه او په راتلونکي کښې به په ښه ډول د افغانستان د رښتینی استازیتوب جوګه او خپلو خلکو ته به د خدمت مصدر وګرځي.


18.08.2010 09:23    |   هلال - مومند د يو ورځنۍ لوبو ګټل افغانستان ته خورا ارزښتناک دي

کېدای شي ډېر هېوادوال او د کرکټ سره تړلې کړۍ په دې لا نه وي خبر چې په نړيوال کرکټ کې د افغانستان د اوسني رسمي حیثيت د لوړولو لپاره خورا اړينه ده چې موږ يو ورځنۍ لوبې ونه بايلو. کرکټ بورډ ته هم په کار دي چې د يو ورځنيو لوبو ارزښت کم ونه بولي دا ځکه چې د کرکټ نړيواله شورا د هغو اسوسيټ يا افيليېټ هېوادونو تر منځ چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو (Reliance Mobile ICC ODI Championship) لري هم توپير کوي او د دوی لپاره یې دوه ډوله کتوګريانې چمتو کړي دي چې د ټيسټ هېوادونو سره د لوبو کولو او دوی ته د پرمختيايي بوديجو په ورکولو نېغ په نېغه اغېزه لري.


14.08.2010 14:36    |   عبدالواحد صیاد نوی روزونکی او نوې هیلې

نوی روزونکی او نوې هیلې د افغانستان اوسکاټلانډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د انټرکانټینینټل د روانی څلورورڅنۍ(فرسټ کلاس) سیالۍ په ترڅ کښی چی په سکاټلانډ روانه ده افغان لوبغاړو په تیره بیا افغان توپ وهونکو دا ثابته کړه چی افغانان په لږ وخت کښی هم د هر راز زدکړو او مهارت حاصلولو وړتیا لری.


01.08.2010 12:31    |   کرکټ څانګه په انټرکانټننټل سيالۍ کې د افغانستان برخليک

افغانستان له یو کال راهيسي د کرکټ د نړيوالې شورا د لويو وچو يا انټرکانټننټل په لوبو کې لوبه کوي چې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، سکاټلينډ، ايرلينډ، کينيا، کاناډا، او هالينډ) هم په کې شامل دي. په دې سيالۍ کې چې هر هېواد شپږ لوبې کوي دا مهال افغانستان په دويم مقام دی او دوه لوبې یې پاتې دي. دوه نورې لوبډلې چې د دې سيالۍ د ګټلو او له یو لک څخه د ډېرو ډالرو لاسته راوړلو چانس لري سکاټلينډ او زيمبابوی دي. د افغانستان چانس څومره دی چې دا سيالي وګټي؟


20.07.2010 09:07    |   هلال - مومند کرکټ بورډ دې اوس له روزونکو ګټه واخلي

کرکټ بورډ دې اوس له روزونکو ګټه واخلي د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطيف په ګمارنه دا دی دويم روزونکی هم ترلاسه کړ. مشر روزونکی کبيرخان چې دوه کاله کېږي ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي لوبډله تر ډېره مخکې وړې ده، د همدې پرمختګ په ترڅ کې وليدل شول چې افغان لوبډله لا خاميانې لري چې له منځه وړل یې ځينو زړورو ګامونو ته اړتيا لري چې یو په کې د توپ وهنې د روزونکي او بل د فيلډ يا غونډونې روزونکی ټاکل وو. افغان کرکټ بورډ دا دی اوس د توپ وهنې روزونکی وګماره خو د ده او مشر روزونکي حاجي کبيرخان له تجربو د ګټې اخيستلو لپاره بايد یو پلان جوړ کړي. یو وړانديز چې زه يې لرم په لاندې ډول دی:


18.07.2010 12:56    |   کرکټ څانګه د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره معیارونه

د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره معیارونه د افغانستتان د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی لږیا دی چې د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره لومړني قوانین جوړ کړي چې د ښاغلي په اند ډیر ژر به يې کرکټ بورډ پلي کړي.



Comment_form_icon
حبيب زرين 07.09.2010 21:33

tolo wattan walo ta salamoona au mubaraki wayam
zama yau khwast di chi da fainal match video ba charta pa las rashi
ka rahnumaye aukri dera mihrabani ba mu wee mnana

imran laghmanai 07.09.2010 02:55

salamoona tolo watanwalo ta aw der der mo mubarak sha , afareen de wee zamong pa lobgharo , nan dera de khoshali wraz da ,
wyaarr yam chi afghan yam ,
kor mo wadan tolafghan

عبدالصمدخروټۍ 07.09.2010 00:43

ټولو نه مخکی تاسی ټولو ته سلامونه وړاندی کوم او د زړه له کومی درته مبارکی وایم ټولو افغانانو ته زه په خپله هم هلته وم ما چی دا لوبه واکتله ډیر خوند یی راکو
په دی ټولو لوبو کی ما او زما ملګرو ډیرمحنت کړی وه هغه دا چی بینر ، بیراغونه ،ډولونه مو راوړی ول او نور مو هم ډیر انتظامات ورته کړی وواو زما سره انځورونه هم شته که غواړی چی تر لاسه کړی ... مڼنه

لطیف...سهاک 06.09.2010 08:03

شمشاد تلویزیون نن شپه دی افغانستان به وقت لس بجی به کراچی کی د افغان لوب دلی او د پاکستان لوب دلی لوبی حه د رمضان جام به نوم پای لوبی ته سیدلی دی به ژوندی بنه خپره وی

ضیاالحق 06.09.2010 07:55


سلامونه اونیکی هیلی دټول افغان کارکوونکوته

نن شپه چی دافغانستان دځوانانوکرکیټ لوبډله په کراچی کی لوبه کوی په داخل کی یی

کوم تلویزون په ژوندی بڼه نشرکوی؟



ضیاالحق دپکتیکا ولایت څخه
ــــــــــــــ

جيو سوپر یې خپروي. که جيو سوپر نه لرې نو د انترنټ تړاونه یې موږ نن خپروو. بيا یې په هغه ويبپاڼو وګوره.

محمد نعیم ناصری 06.09.2010 07:24



سلامونه اونیکی هیلی دټول افغان کارکوونکوته

ولایتی۲۰ اوریزه سیالی به دکوم تلویزون څخه نشرکوی ؟




مــــــــحـــــمــــد نــــــعـــــیم ناصری دپکتیکاله ولایت څخه

شا کرالله 05.09.2010 13:04

که مهربانی وکړی او پوره معلومات په خپل وخت بايد نشر شي
ــــــــــــــ

د څه شي معلومات؟

همايون 05.09.2010 10:30

د افغانستان لوبډله بيا به څه وخت مسابقه وی کيدای شی چه ماته معلومات راکړی مننه

_____

سبا دوشنبه.

عبدالمحمحد ګربزوال 04.09.2010 11:06

زه دافغانستان دکرکټ بورډ دغه هڅه چي دوي په افغانستان کي داخلي کرکټ
لوبي په کار اچوي واقغن د هڅه به په داخل دافغانستان کي ډير ځوانان دکرکټ لوبي ته رامخه کړي


په پاي کي دلا برياليتوب په هيله

sediq afgar 04.09.2010 10:08

slam m.d sediq afgar yem de khostwlayet na za1swal larem che taso de afghan yuoth lob dley aksona wle na hparwy waslam
___________

چې انځورونه نه وي څه خپاره کړو. موږ يې هم لکه تا غوندې له لرې ګورو. په درنښت



   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


07.09.2010 11:06 ژوند

07.09.2010 11:05 خیالات

07.09.2010 11:05 ناسم قضاوت

07.09.2010 11:04 په قرآني ماشوم روزلو کې د روژې اغيزه

پوښتنه (د نهي حسن له لورې): آيا کولى شو له روژې څخه د قرآني ماشوم د روزلو لپاره ګټه پورته کړو؟ او آيا روزه په قرآنې ماشوم روزلو باندې کومه اغيزه

07.09.2010 11:03 فلسفي ځواب

07.09.2010 11:01 خور له ورور څخه مخ پټوي!!!

داولې؟!

07.09.2010 10:54 افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور/عنایت ساپې

په طبیعي ډول به په ډیره اسانۍ طالبانو ته ددې لاره هواره شي چې یو ځل بیا ددغه هیواد په تخت او تاز خپلې منګولې خښې اوخدای وکړي چې داځل طالبان د

07.09.2010 10:54 غزل ///ماته یی ښکلې د لوګر مڼې رایادې کړلې ///////// چې یی په غبرګو اننګو باندې روزه ماتوم

د سليم احمدزي ښکلى او زړه راښکونکى غزل

07.09.2010 09:22 خپلو ټولو درنو ښاغلو او اغلو ملګرو ته!څيړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی

زړه له کومې د کمکي اختر مبارکي وایم . هیله مند یم سږنی اختر مو په هیواد کې ټولنیز نیاو(عدالت)چې په پایله کې یې تل پاتې سوله راتلی شي یو ه انګیر

07.09.2010 06:40 بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخه:بلينډه بدرۍ

ستا بيګا شپه ګلورينه د قيصې په نيمايي کې ښکلې سترګې وې ورغلې شپه پخه وه ستوري هم دومره خمار وو

08.09.2010 12:48 اختر مو بختور شه

زموږ په اختر کې هم لويه فلسفه نغښتې ده، دا يواځې د خوښۍ لپاره نه ده، دلته موږ يواځې په خوښۍ خپل وخت نه تيروو مګر د دې ترڅنګ موږ نور ډير لوي لوي

08.09.2010 10:48 غزل//انعام الله ګوهر

دزندګۍ پیریــــــــــــان کیناستي په مــــــــا//که د ځوانۍ پیریان کیناستي پـــــــه مــــــــا

08.09.2010 05:37 د سپټمبر د یولسمې پیښې معما

كه غواړو چې د دي پيښې په هكله ډير له واقعيت او انصاف څخه ليري نه وو, نو په كار ده چه د پيښې د پايلي اواغیزې په هكله فكروكړو نه دپيښې په هكله او

08.09.2010 00:13 يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟

ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه ...

08.09.2010 00:12 DVD د CD په پرتله څه ښه والى لري؟

ښايي ډېرى کاروونکي له DVD څخه په دې نيت چې ظرفيت يې د CD په پرتله څو چنده ډېر دى...

07.09.2010 20:53 تازه غزل / جلال امرخېل

07.09.2010 11:10 احسان

07.09.2010 11:09 خیرا

07.09.2010 11:08 عاشقي

07.09.2010 11:07 خاطره