د يوه ښه مدير ځانګړنې

ضياءالرحمن ضياء 20.01.2010 09:56

ښه مديران ددې باعث شوي دي چې خپل کارکوونکي ورسره مينه ولري او يا هغه درک کړي. همدارنګه جوان لويد (Joan Lloyd) ليکي چې: يو ښه مدير د ملا د بند حيثيت لري، چې کارکوونکي له ادارې سره نښلوي، که چېرې نوموړى بند صدمه وويني، نو کېدى شي زياتره کارکوونکي اداره پرېږدي. که چېرې تاسو د ښه چانس کارکوونکي ياست په دې مانا که چېرې تاسو يو ښه مدير لرئ، نو دا موضوع بې ارزښته مه ګڼئ او ترپايه يې تعقيب کړئ.
١- په شفافه توګه د موخو بيانول
يو ښه مدير په لومړيو کې له يوه نوي کارکوونکي سره په لومړيتوبونو غږېږي او هغه ته د ښه کار په اړه توضيحات ورکوي، چې ښه کار څه ډول کار ته ويل کېږي او څه ډول بايد ترسره شي. په لومړيو کې جلسات او بحثونه ترسره کوي، چې په خپلو ژمنو او وعدو سره موافقه وکړي. يو اغېزمن مدير خپلو کارکوونکو ته دا نه وايي چې کارونه څه ډول سرته ورسوئ، هغه مخکې تر مخکې د نتيجو په لاسته راوړنو غږېږي، يانې خپلو کارکوونکو ته دا روښانوي چې زموږ موخې څه دي او څه ډول بايد لاسته راوړل شي د کارکوونکو په کار کې لاسوهنه نه کوي او کارکوونکي د کار د سرته رسولو لپاره ازاد پرېږدي.
يو ښه مدير کولاى شي په مختلفو لارو چارو خپلې موخې مطرح کړي، لکه په غونډو کې او يا په غير رسمي خبرو اترو کې د يوې ځانګړې موخې مطرح کول.
٢-لارښوونه
يو ښه مدير بايد داسې فکر وکړي چې هم لارښوونکى دى او هم ښوونکى. داسې فکر ونه کړي، يوازې لوبغاړي روزي، بلکې لوبډلې ته هم لارښوونه او هدايت کوي. يو اغېزمن مدير بايد داسې فکر ونه کړي چې لوبغاړي پوهېږي چې څه وکړي او څنګه يې وکړي هغه بايد د يوه ښه لارښوونکي په توګه د لوبغالي له کونجه په خپلو لوبغاړو غږونه وکړي او داسې وخت هم بايد راشي چې کله کوم لوبغاړى يو تکتيک په ښه توګه اجرا نه کړي، نو زړه يې غواړي چې خپله لوبغالي ته داخل شي او خپله لوبه ترسره کړي. يو ښه مدير دې نتيجې ته رسېږي چې برياليتوب د لارښوونې په قدرت کې نغښتى دى. د يوه لارښوونکي موجوديت د مرستندويه سرچينو څخه دى، خو په دې اندازه نه چې د لوبغاړو کړنې تر اغېزې لاندې راولي.
٣- نيوکې او وړانديزونه په ګوته کول
ډېرى مديران تر هغه وخته رسمي غونډې ته سترګې په لار وي، چې تر هغه وروسته په خپلو کارکوونکو منفي نيوکې وکړي. کله چې دا موضوع پېښېږي نو کارکوونکي له ځانه پوښتنه کوي چې ولې مدير دا موضوع ده ته مخکې نه ده په ګوته کړې، ما به کوښښ کړى و چې تغير يې کړم او يا به مې له نورو لارو دغه کار ترسره کړى و. د کار د سرته رسولو په وخت کې د نيوکو او وړانديزونو په ګوته کول د کارکوونکو ترمنځ لکه د لارښوونکي او لوبغاړي اړيکي جوړوي. په دې حالت کې د خبرو اترو احساس، مشري او مرسته رامنځته کېږي.
٤- د کوښښونو ستاينه
کارکوونکي تل دا هيله لري چې د خپلې ادارې له خوا وستايل شي او د دوى هغه کوښښونه چې د ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره يې کړي دي بې ځايه لاړ نه شي. څېړنې ښيي چې انسانان کوښښ کوي چې د ستاينې وړ وګرځي او هېڅکله له ده او يا دده له کاره څوک ناخوښ نه شي. يو اغېزمن مدير له دې موضوع څخه خبر دى، کوم کارونه يې چې خوښېږي هغه کارکوونکي ترسره کوي او کارکوونکو ته يادونه کوي چې دا د حيرانتيا ځاى نه دى چې له ما وروسته به دا عمل په کارکوونکو کې له ورايه معلومېږي. که چېرته يو کس يوه ورځ اسماني رنګه کميس واغوندي او په ټوليز ډول هغه وستايل شي، نو هغه کس به په بيا بيا هغه کميس واغوندي، نو په دې اساس ويلاى شو چې انساني چال چلند پېچلى نه دى.
٥- ځانګړتياوو ته نه قايل کېدنه
کارکوونکو لپاره اړين دي چې دا احساس وکړي چې موږ ټول د يوه ټيم غړي يو او ټول يو شان امتيازات لرو. يو اغېزمن مدير بايد داسې يو چاپېريال رامنځته کړي چې په هغې کې احترام، اعتماد او انسجام موجود وي. کارکوونکي بايد پنځونو او نوښتونو ته وهڅول شي، ځکه چې په داسې يو چاپېريال کې د کارکوونکو استعدادونه غوړېږي.
٦- د کارکوونکو پېژندنه
يو ښه مدير بايد په سلام اچولو کې له کارکوونکو لومړى شي، د خبرو په وخت کې کارکوونکو ته بايد پوره وخت ورکړي او خپله ټوله پاملرنه هغوى ته واړوي. يو ښه مدير د خپلو کارکوونکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي او کوښښ کوي چې د کارکوونکو په ضمير پوه شي. هغه مدير چې د کارکوونکو ژوند يې درک کړى وي تر زياته حده بايد له هغوى سره زړه سوى ولري. هغه کارکوونکي چې دا احساسوي چې د دوى مدير داسې لېوالتيا لري، چې پوه شي کارکوونکي يې څوک او څه ډول خلک دي، نو خپل کار ته به نور هم متعهد شي.
٧- هر شخص ته د بې ساري استعداد په سترګه کتل
يو ښه مدير بايد کارکوونکي تر نظر لاندې ونيسي چې پوه شي دوى کوم کار په ښه توګه سرته رسوي او ددې امر په اړه چې هغوى د خپلې ورسپارل شوې دندې له کومې برخې څخه خوند اخلي يا يې په ښه توګه ترسره کوي له هغوى سره خبرې کوي. يو ښه مدير د خپلو کارکوونکو د مهارتونو د لوړولو په هڅه کې وي. يو ښه مدير د خپلو کارکوونکو د برياليتوب لپاره پانګه اچونه کوي. يو ښه مدير له خپلو کارکوونکو سره د ځانګړو موخو د لاسته راوړلو لپاره خبرې کوي. يو ښه مدير بايد څومره يې چې په توان کې وي خپلو کارکوونکو سره مرسته کوي او دا هر څه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کوي.
8- ډاډه او بې ډاره کار کول
يو ښه مدير خپل کارکوونکي دې ته تشويقوي چې کومې نيمګړتياوې چې د کار د ترسره کولو په وخت کې رامنځته کېږي تشويش ونه کړي. د يوه مدير ذهنيت داسې عيار وي چې په حوصله مندۍ ولاړ وي، نه داچې د اشتباهاتو مرتکبينو ته وېره او ډار انتقالوي.
د نويو کارونو ازموينه او شخصي محدوديتونه يوې خواته کول يو فرصت دى. وېره او ډار د پرمختګ مخنيوى کوي. يو ښه مدير د اشتباهاتو يادونه د يو کاراوزار په بڼه استفاده کوي.
٩- رښتينى او د اعتماد وړ
يو ښه مدير بايد رښتينى، صادق خو دقيق وي. يو ښه مدير بايد د اړيکو ټينګولو اړتيا درک کړي، که وويني چې کړنې مخ په خرابېدو دي، نو زيات انتظار نه باسي چې د هغې په اړه خبرې وکړي. د کارکوونکو پوهه هغه ته ګواښ نه پېښوي، بلکې هغه بايد کارکوونکي نور هم تشويق کړي.
١٠- ښه مدير کېدل يو اکتسابي امر دى نه ذاتي
دا يو حقيقت دى چې ځينې مديران د رهبرۍ او نورو د تاثير لاندې راوستلو طبيعي استعداد څخه برخمن دي. ويل کېږي هغه څه چې ددې باعث ګرځي چې يو شخص دې اغېزمن مشر وي هغه زده کړى شوي کارونه دي. ډېرى کسان د ذاتي وړتياوو څخه برخمن دي چې کولاى شي يو ښه مشر شي. يو ښه مدير بې له دې چې مهارتونه يې نور هم پياوړي شي د يو ښه مدير په توګه پاتې کېدلاى شي.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته

08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو