دبایرن مېشتو افغانانو سوغات کرزي ته ولېږل شو

بسمل 05.02.2010 20:40

۰۵ـ۰۲ـ۲۰۱۰ موږ بایرن مېشتوافغانانوخپل سوغات حامد کرزي ته دپولیسو په لاس ورولېږه

نن دجمعې په مباره که ورځ موږ خوراهڅه وکړه چې دمونشن په ښار کې خپل برابر شوی سوغات په مصویر ډول سره لاس په لاس دکابل ارګ مشر حامدکرزي ته ورکړوخوزموږ وړاندوینه په ځای وه موږ دسختوامنیتي کړیو او تیاریوله کبله پولیسو وړاندې پرې نه ښودو.
دجرمني دبایرن پولیس خوراپیاوړي،سپېڅلي اونامي پولیس دي پولیس باید همداسې وي لنډه داچې اخېرمو پولیسو ته قناعت ورکړ خپل برابر شوی سوغات مو په مصویر ډول ورښکاره او دا داتو کلونوناخوالې مو ورته په سړه سینه تشرېح کړې هغوی موږ ته هم قناعت راکړ اووعده یې راکړه چې زموږ سوغات به دوی حاجي کرزي ته ورسوي .
خوکه بیا هم زموږ سوغات ورته ونه رسېد نو ښه به وي چې د ښاغلي کرزي ویاندان او نوریاران یې له انترنیت پاڼوڅخه ورواخلي باید زیاته کړوچې دادمظلوم اوکړېدلي افغان ولس سوې نارې دي چې په شعر اوتصویرونو کې ځای شوې دي هیله ده چې ښاغلی حامد کرزی یې واوري او افغان ولس ته رجوع وکړي، هر څه ورته په ډګر ووايي اونور دغلیمانو له تخرګ څخه غوږونه راوباسي خپل کړېدلی ولس ورخپل اودادلستوڼي ماران له ځانه لرې کړي .
ارګ مشرحامدکرزی پرون مونشن ښار ته راورسېد خوموږ لا دوه ورځې دمخه دا لاندې سوغات ورته برابر کړی و موږ لازمه وګڼله چې باید حاجي صاحب له موږ څخه تش لاس ارګ ته وا نه الوزي خیر که موږ په دې پردېسي کې ډېرڅه نه لرو هغه متل دی چې په ډېرو لېوني خوښیږي، دا لږ څه به په لاندې شعر کې دسوغات په ډول ورته ډالۍ کړو .
ګرانو خویندو او وروڼو!
دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې له بل هرچا څخه مخکې دلندن کنفرانس محکوم کړی او دایې صرف یوه غولونه، افغان ولس ته یوه بله لومه اود وخت ضایع ګڼلې ده دافغانستان دستونځې رښتینی حل پاکه اراده او
سپېڅلتیاغواړي خوله بده مرغه چې حاجي کرزی صادق نه دی که وای نو بیا یې ولې جنګي جنایتکاران په تېره بیاخوني دوستم، محقق اوخلیلي له ځان څخه نه تنهارا تاوبلکې ورځ په ورځ یې پسې چاغوي همدا راز حامد کرزی له ښکېلاکګرو په تېره بیا له پېرنګیانوسره پټې معاملې لري ځکه خو خپل ولس غولوي اوهرڅه ورڅخه پټوي ددې ترڅنګ حامدکرزی په پټه اوښکاره هم له خپل قام سره جفا کوي هم زموږ بنسټیز قانون ترپښولاندي کوي، ښکېلاکګرو ترکاسولاندې نیم کاسې راوړې حامدکرزی پرې خبر او ورسره شریک دی خو بیا هم له ولس څخه هر څه پټوي .
عزیزانو!
لازمه ګڼو چې له ټولوهغوویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکوڅخه مننه وکړوکوموچې تل له موږ سره خپل اخلاص ښودلی او زموږ لیکنې یې تل په خورا مینه اوزحمت خپرې کړې دي زحمت په دې یادوم چې له ځینولیکنو سره یو ځای دانځورونوخپرول ډېروخت اوستونځه غواړي دا لاندې شعر به هم یو شمېرقدرمنو ویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکو ته ستونځمن وي خوبیا هم موږ ورڅخه هیله کوو چې خپل وس راڅخه ونه سپموي ترڅوټولو قدرمنو لوستونکي ته زموږ غږ په پوره ډول سره دتصویرونو په مرسته ورسیږي .
باید زیاته کړوچې دالاندې شعر دګران استادښاغلي ډاکترمحمدصادق فطرت ناشناس دهغې سندرې په قالب کې لیکل شوی په کومه کې چې وايي (په دواړو لاسو مې نیولې ستا لمن محبوبا هو ما په دواړو لاسو محبوبا) دلته له فطرت صاحب څخه هم مننه کوم او هم بخښنه ورڅخه غواړم چې دکاپي جرت مې کړی دی البته له هغو کسانوڅخه هم مننه کوم چې دا لاندې انځورونه یې تاریخ او بشریت ته دجرمنود ثبوت لپاره اخیستي دي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــه :
که تاسوپه نوروویبپاڼوکې حاجي کرزي ته زموږ سوغات له تصویورونو سره نه شئ لیدلای نو دا دی تر بل هرچا دمخه افغانستان دافغانانو ټاټوبي،افغان ــ جرمن انلاین ، ازاد افغانستان اوسپـرغۍ ویبپاڼو خپور کړئ دی تاسو کولای شئ چې هلته په دې لاندې پتو ورشئ او خپله تنده پرې ماته کړئ :
http://www.tatobay.com/tatobay/pashto/index.jsp http://www.afghan-german.de/af http://www.afgazad.com/ http://sporghay.com/
موږ د پورتنیو ویبپاڼو له چلوونکو څخه دزړه له تله مننه کوو چې زموږ شعر یې ډېر ژر په مصویر ډول خپور کړ.



په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

نظر مې ستا په نقشوکښېښود
قام مې درپرېښود ننګ مې درپرېښود
هر څه چې غواړې سپموم یې نه له تا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

دشاه شجاع رکارد مې مات کړ
ورک مې له سیمې سوله ثبات کړ
جنایتکار او قاتلان ساتم ترخوابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
زما یاران دي زما ترڅنګ دي
لاس یې دخلګو په وینو رنګ دي
ښه به یې چاغ کړم څو داملک کړم پرې تالابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
نه دایوب راسره خیال شته
نه داکبرخان نه دخوشال شته
بس ستا غلام یم چې مې پرې نه ږدې تنها برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ته وایه یوڅه زه به بل څه
زما په مېړانه زما په مورچل څه
دپلار نیکه دشملې نه لرم پروا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
داسې نظام مې درته جوړ کړ
ولس مې ښه په خاورو موړ کړ
په اتو کلو کې مې تباه کړه پښتونخوا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
که پارلمان که مې قاضیان دي
بډېخواره ټول آن وزیران دي
ولس به پوست کړي ته ډاډه ګرزه لالا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

ووروه شپه او ورځ اورونه
زه به دسولې وهم ډهولونه
څوچې دا سیمه تر ابده کړمه ستابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ستا موریدان ستا لغړیان ټول
دا حضرتان او دا پیران ټول
غومبر وهي ولاړ دي ټول زما تر شابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ځم دشېخانودروازې ته
چپنه هم وړم حج عمرې ته
درباني غوندې قران خورم په بیا بیا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
څوک چې په موږ باندې راغلي
هم پرزېدلي هم شرمېدلي
چنګېز،سکندر،چرچل ، بریژنیف او امریکا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
دا چې زموږ کورګی سوځیږي
دېوال او خښتې یې لا پخیږي
دا نا بللي به تېر تښتي په ژړابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
که یو ملي رهبر پیداکړو
سره یو موټی دا پښتونخوا کړو
بسمله بیا به په ځغاستا کړو په رښتیا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف