نیویارک ټایمز: له افغانستان نه د شورویانو عبرت

رحمت اله روان 06.02.2010 11:34

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپلې یوی ګڼې کې “د افغانستان د جګړې نه د شوروي اتحاد عبرتونه”تر عنوان لاندې د دغه اتحاد د پخواني جمهور رییس میخایل ګورباچوف یوه لیکل شوې مقاله خپره کړیده.
د شوروي اتحاد پخوانی او وروستی جمهور رییس میخایل ګورباچوف پخپله مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې ستونزه ورځ تر بلې زیاتیږي او لمنه یې پراخیږي. هره ورځ ماشومان، ښځې او نور سپین ږیرې او سپین سرې وژل کیږي.
ګوربا چوف پخپله مقاله کې وایي چې دا ټول په عمومي شکل د ترویستانو او یا جګړه مارانو سره اړیکې نلري. د افغانستان حکومت په سیمه کې خپل کنترول له لاسه ورکوي، د 34 ولایتونو نه کابو لس دولس یې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. د مخدره موادو تولید او قاچاق ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی. ګورباچوف وایي چې د افغانستان د بې ثباتۍ خطر به ګاونډیو هیوادونو ته هم وغزیږي.
ګورباچوف پخپله مقاله کې ویلي دي چې د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال د سپټمبر د میاشتې د 11 مې پیښې نه وروسته د امریکا په مشرۍ د نظامي اقداماتو هدف د ترویزم د جرړو ختمول ؤ چې زما په اند اوس د دې احتمال شته دا کار به په یوه ستراتیژیکه ناکامۍ بدله شي. ګورباچوف وایي اوس دیته اړتیا شته چې مونږ پدې باندې باید فکر وکړو چې دغه حالت څنګه بدل کاندو. هغه وایي چې افغانستان په اړه نړیواله غونډه د نړیوالې ټولنې د نوي لوری په لور لومړنی ګام دی.
میخایل ګوربا چوف وړاندې وایي چې په کال 1979 میلادي کې د شوري اتحاد د هغه وخت مشرانو افغانستان ته خپلې قواوې واستولې چې هدف یې یوازې په دوست هیواد کې د امنیت ټینګښت نه بلکې د ګاونډیو هیوادونو امنیت ساتنه او ثبات هم ؤ.
خو ګورباچوف وایي د شوروي د مشرانو تر ټولو ستره اشتباه او غلطي دا وه چې هغوي د افغانستان دمره پیچلی نظامي او جوړښت په سمه توګه نه ؤ پیژندلی. هغوي د افغانستان د بیابیلو قومونو او قبایلو څخه جوړ ولس نه ؤ پیژندلی او نه یې هم د افغانستان په عنعاتو پوره سر خلاص ؤ.
میخال ګورباچوف وایي چې د همدغو اشتباهاتو له وجې هر څه زمونږ د هیلو او توقعاتو بر عکس وشول. یعنې د پخوا نه هم حالت پسې خراب شول. په افغانستان کې داسې یوه جګړه پیل شوه چې په زرګونه خلک پکې قرباني شول او تر ټولو بد عواقب یې زمونږ د هیواد لپاره لرل.
لویدیځو هیوادونو هم په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سړې جګړې ته د لمن وهلو په خاطر د هر هغه چا سره یې مرسته کوله چې د شوري اتحاد پر ضد به ؤ او د خپلو دغو اقداماتو په عواقبو یې بیخي فکر نه کاوه.
ګورباچوف وایي چې په 80 لسیزه کې د شوري اتحاد مشرانو د افغانستان د ستونزو د حل په اړه دوه مهمې پریکړې وکړې، لومړی دا چې د هغه هیواد نه به خپل عسکر وباسي او دوهمه دا چې د افغانستان په جګړه د ټولو ښکیلو ډلو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر منځ باید روغه جوړه وشي او افغانستان داسې یو هیواد وي چې هیچا ته زیان ونه رسوي.
میخایل ګوربا چوف وړاندې وایي د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې د پروګرام د بریالیتوب په خاطر باید زمونږ انډیوالانو زمونږ سره مرسته کړې وی خو هغوی دا کار ونه کړ. هغه وایي چې حکومت جوړجاړي ته چمتو ؤ او د ملي روغې جوړې په لور یې زیات بریالیتوب هم درلود او تر نیمایي وړاندې هم تللي ؤ.
خو پاکستان او ملګرو یې د روغې جوړې ټولې لارې بندې کړې او خنډونه یې پکې پیدا کړل. دغو هیوادونو یوازې یوه غوښتنه لرله او هغه دا چې د افغانستان باید د شوروي اتحاد پوځونه ووځي. او هغوي فکر کاوه چې پدې سره به واک د هغوي لاسته ورشي.
ګورباچوف وایي چې په 90 مه لسیزه کې نړۍ افغانستان ته په بله سترګه کتل او په لسو کالونو کې د افغانستان حکومت د طالبانو لاسته ورغی او هیواد یې د اسلامي بنسټ پالنې او ترویزم مرکز وګرځاوه. هغه وایي چې د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال د سپټمبر د میاشتې د 11 مې ترویستې پیښې په ځواب کې هم د لویدیځو هیوادونو مشرانو احساساتي او په بیړه پریکړې وکړې نو ځکه یې سمه نتیجه نه درلوده.
وروسته تر دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ طالبان له واک نه وغورځول شول، نو امریکا داسې فکر کاوه چې په نظامي اقداماتو لاسته راغلې کامیابۍ هر څه سم کړل او ټولې ستونزې حل شوې، خو داسې نه ؤ.
امریکا پدې باور چې ګواکې د افغانستان ستونزه نوره پای ته رسیدلې، د عراق په مرګانۍ جګړې کې ورښکیله شوه، او په افغانستان کې یې هم یوه ظاهري دیموکراسې رامنځته کړه چې ساتنه یې د ناټو قواوو ته وسپارله.
د نظامي اقداماتو پر مټ منځته راغلې سوله ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې وه، او خلک د نظامیانو په خلاف کیدل.
ګورباچوف وایي چې په تیرو څو میاشتو کې زما نه په کراتو دا پوښتنه شویده چې د افغانستان د جګړې د حل لپاره د جمهور رییس اوباما حکومت ته څه مشوره ورکوۍ، هغه وایي چې ما تل دا ویلي دي چې افغانستان ستونزه یوازې د سیاسي لارو چارو له لارې او د افغانستان نه د بهرنیو عسکرو په راوتلو باندې حل کیدلی شي. ګورباچوف وایي چې د دې کار لپاره ملي روغې جوړې ته اړتیا ده. او اوس دا خبره د لندن په کنفرانس کې هم راپورته شوه او ټولې نړۍ ترینه ملاتړ وکړ. په غونډې کې ټولو پدې باندې ټینګار کاوه چې د نظامي لارې نه بلکې یوازې په سیاسې لارې کیدلی شي چې د افغانستان ستوزه حل شي.
ګورباچوف وایي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اوس د دې غوښتنه کړیده چې د افغانستان لپاره ستراتیژي باید په بشپړه توګه د نظامي نه په ملکي باندې بدله شه، هغه وایي دا د ډیر عار او شرم خبره ده چې دا کار ولې پخوا ونه شو.
ګورباچوف وایي چې د افغانستان د ستونزې په حل کې او د ملي روغې جوړې په هڅو کې باید ایران، پاکستان او روسیې ته زیاته ونډه ورکړل شي او دغه هیوادونه باید پکې زیات دخیل واسیږي.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

08.03.2010 14:51 غزل/فريداله حسن زی

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم/// ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه

08.03.2010 14:50 په ښونځي دسپینو فاسفورسو باران

انځورنه خپله خبرې کوي

08.03.2010 12:52 غصه

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 12:03 د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 06:57 ښځه : سيد حيلاني جلان

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه

08.03.2010 05:59 د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د

08.03.2010 05:58 ښځه

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته