په هيواد كې دسولي او ثبات د ټنګښت لپاره د مرحوم رسول امين تيوري

احمد شاه امين 06.02.2010 21:29

په هيواد كې دسولي او ثبات د ټنګښت لپاره د افغانستان او پاكستان ترمينځ دوستانه او شفاف اړيكو ته اړتيا ده.

 څرنګه چي ټولو ته سرګنده ده چي د جنګ او ورانكاريو په تيرو دري لسيزو كې هيڅ څوك يا كورنۍ نه ليدل كيږي چي د جنګ او تاوتريخوالي د رواني، جسمي، اقتصادي، اجتماعي او سياسي ناوړه اثراتو څخه په مستقيم يا غير مستقيم ډول اغيزمند شوي نه وي.

ددغه نا امنيو او ستونزو په پام كې نيولو سره اوس د افغانستان ملت، چارواكې او بين المللي ټولنه دي نتيجي ته رسيدلي دي چه د جنګ د بدبختيو د عواملو د له منځه وړلو لپاره كار وشې او د داسي ليارو په لټه كي شي چه د جنګ او بدبختيو لمن له هيواد څخه راټوله كړي او د افغانانو په مينځ كې او هم له ګاونډي هيواد پاكستان سره سوله او د اعتماد فضا را مينځ ټه شي.

دي اهدافو ته د رسيدلو لپاره افغان ولس، مدني ټولني او بين المللي سازمانونه زيار وباسي چه تشدد او تاوتريخوالي له مينځه ولاړ شي،  او د سولي دغښتلتيا پړاو پياوړي شي.

پدي هكله د افغانستان د مطالعاتو د مركز مؤسس او پخواني مشر مرحوم پروفيسور عبدالرسول (امين) چه يو علمي، فرهنګې، سياسي او ملي شخصيت وه. او د خپل ژوند تر ورستيو شيبو پوري يي د وطن او ملت سره سخته مينه او محبت درلود، خپل ځان يي د وطن د خدمت لپاره وقف كړي وه.

دوي د جهاد او مقاومت په دوران كې د شوري اتحاد د يرغل پر خلاف او د هغوي د وتلو ورسته همدارنګه د مؤقت دولت د رامنځ ته كيدو را وروسته  ډيري هلي ځلي كړي دي، چه په هيواد كې سوله، ملي يووالي او ديموكراسي تامين شي، او افغانان وكولي شي چه په عزت سوله او ثبات كې ژوند وكړي.

نوموړي د وطن په بحراني حالاتو كې د ستونزو، ناامنيو او بي ثباتۍ د حل لپاره هر اړخيزه او فعاله برخه اخيستي ده، او خپل عالمانه او سوليز وړانديزونه يي د افغانستان چارواكو او هم بين ا لمللي ټولني ته وړاندي كړي دي، چي له هغي جملي څخه كولي شو د هغه د وړانديز يادونه وكړو كوم چي يي د سعودي عربستان سفير ته د ملاقات په دوران كې وړاندي كړي وه.

مرحوم امين صاحب په دغه كتنه كې څو كاله وړاندي د سعودي سفير ته يي وړانديز كړي وه چه د افغانستان د دولت، مخالفينو او پاكستان تر مينځ د سعودي پاچا شهزاده عبدالله كولي شي چه خپل مينځګړيتوب سره د هغه سوء تفاهماتو او بي باوريو چي د دوي تر مينځ موجود دي لري كړي، او يو دوستانه فضا مينځ ته راشي او يو پر بل باندي اعتماد وكړي شي، او د سوليزو مفاهماتو له لارو دغه روان جنګ او كړكيچ پاي ته ورسيږي. او د دواړو هيوادنو ولسونه وتوانيږي چي په هوسا او سوله كې خپل ژوند ته ادامه وركړي.

 د پوفيسور امين د وړانديزونو څخه يو هم دا ؤ چه د افغانستان مدني ټولني او  د ګاونډي هيواد پاكستان مدني ټولني بايد نږدي اړيكې ټينګي كړي. ددوي په غونډو او كانفرانسونو كي ګډون كونكي بايد په كامله توګه په هغه ستونزو باندي چې د دواړو هيوادو او د مخالفينو تر منځ موجود دي بحث او خبري وكړي، او د حل لارو لپاره خپل نظريات او وړانديزونه وړاندي كړي.

د دوي په خبرو كې به اوليت داوي چي د سيمي هيوادونه  بالخصوص پاكستان او افغانستان څرنګه كولي شي په شريكه توګه د تروريزم، افراطيت، بنيادګرايي او د مخدره موادو قاچاق پر ضد مقابله وكړي او د بشري حقونو د تخلفاتو څخه مخنيوي وشي. تروريزم او بنيادګرايي چه د افغانستان، پاكستان، سيمي او  ټولي نړۍ د سولي، امنيت او پرمختګ لپاره تهديد دي څرنګه محوه او له منځه ولاړ شي.

دا د پروفيسور رسول امين نظريات وؤ چه څو كاله مخكي يې وړاندي كړي وه او اوس د افغانستان چارواكي، مدني ټولني او بين المللي تولنه دي موضوع ته متوجه شوي او د امين صاحب وړانديزونه ورته د منلو او تاييد وړ دي.

اوس چي زمونږ ولسمشر سعودي عربستان ته سفر كوي او د هغه هيواد له پاچا شهزاده عبدالله او د سعودي نورو لوړپورو چارواكو سره كتنه كوي د پروفيسور رسول امين له نظريات او وړانديزونو څخه په الهام نيولو سره متوجه شوي دي چه د افغانستان د بحران د حل لپاره له پاكستان سره  ښي اړيكې ټينګول پكار دي، او سعودي عربستان يو مناسب دريم غړي هيواد دي چه ددوو اسلامي هيوادونو مينځ ګړيتوب په غاړه واخلي او په نتيجه كې پاكستان قانع كړي چي په صادقانه او روښانه ډول د افغانستان سره د تروريزم او افراطيت په مقابله كې همكاري او مرستي ته تيار شي، تر څو دغه ناوړه پديده له سيمي څخه وركه او د دواړو هيوادو ولسونه د يو دوستانه او اعتماد په فضا كې ژوند وكړي.

په رښتيا سره كه د ګاونډي هيوادونو سره ښي او شفافي اړيكې ټينګي شي او ګاونډيان په خاصه توګه پاكستان هم پدي اړوند شفاف او صادقانه ګامونه اوچت كړي دا توقع پيدا كيږي چي پاكستان د سولي په پروسه كې د افغان دولت سره مرسته وكړي او ددواړو هيوادو تر مينځ داسي دوستانه فضا او اعتماد رامينځ ته شي چي د سيمي ته د سولي او ثبات په راوستلو كې مهم رول ولوبوي.

اوس داسي معلوميږي چې د څو كالو وروسته افغان دولت او سياست پوهان متوجه شوي دي چه د افغانستان او پاكستان تر مينځ دوستي او ښي اړيكي د موجوده بحران څخه د وتلو يواځني لاره ده او د امين صاحب د نظرياتو د ملاتړ څرګندوي دي. ظاهر كې امين صاحب وفات شوي دي او د هغه نظريات د وخت په تيريدو سره ژوندي كيږي او ټولو هغه كسانو ته چه هغه يي پيژانده يا يي دده نظرياتو لوستلي وي او ددي په فلسفي نظريات پوهيږي د الهام يو سرچينه ګڼل كيږې.

پروفيسور امين نه يواځي يو شخص بلكي يو علمي نهاد وه او ددي مړينه نه ددي د كورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته بلكه د افغانستان او د منځني اسيا سيمي ته يو ضايعه بلل كيږي.

ژوندي دي وي افغانستان

                        مړه دي وي د افغانستان دسولي او ثبات دښمنان


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.