چرګان او پښتانه

محمد اسمعيل يون 07.02.2010 18:15

خدای جل جلاله په طبيعت کې ډېر رازونه خوندي کړي دي ، د هر راز په راسپړلو سره د مانا يو ښار پرانيستل کېږي. له نن څخه دوه کاله مخکې هندوستان ته راغلی وم ، د ډاکټر په کتنځي کې معاينې ته منتظر وم . په انتظار خونه کې د مېز پر سر يوه مجله ايښې وه ، کله چې د ډاکټر انتظار اوږد شو، نو د مجلې د ځينو مطالبو لوستل راباندې جبري شول ، پر يو مطلب مې سترګې ولګېدې : دچرګانو ژبه (Chicken language ) ليکنه راته ډېره جالبه ښکاره شوه ، سر تر پايه مې ولوستله، په ډېره ساده انګرېزي ليکل شوې وه ، ډېره عام فهمه وه ، کله چې مې ليکنه ټوله ولوسته نو زموږ د کتنې نوبت هم راورسېد . ترکتنې مخکې مې ډاکټر صيب ته وويل : دا مجله زه له ځان سره وړلای شم ؟ هغه وويل: ولې نه ، ما وويل دې کې مې يو مطلب خوښ شو. مجله مې کابل ته ځان سره يوړه ، خو په کابل کې د نورو کتابونو او د روزګار په کارونو کې راڅخه لا درکه شوه .
دمجلې محتويات مې کټ مټ دوه کاله په ذهن کې ګرځېدل را ګرځېدل ، د ليکنې محتوا دا وه چې چرګان منظمه ژبه لري او سېستماتيکې خبرې کوي ، کله چې چرګه خپل چرګوړي ډوډۍ ( دانې ) ته را بولي، نو يو څو مشخصې کلمې ورته کاروي ، کله چې دخطر نښې ورته ښکاره شي نو دهغو لپاره بيا نورې ټاکلې کلمې لري ، کله چې چرګوړي ماړه شي او چرګه غواړي هغوی تر خپلو وزرونو لاندې پټ کړي ، هلته بيا د بلنې نورې کلمې دي ، دا کلمې نور چرګوړي له خپلې مور څخه د مورنۍ ژبې په توګه زده کوي او همداسې دا ژبه له يوه پښت څخه بل ته لېږدي او د مرګ له خطره ژغورل کېږي .
زه اوس بيا په هندوستان کې يم ، همغه ليکنه مې يو ځل په ذهن کې وګرځېده ، دا ځل مې همدا محتوا انټرڼيټ ته ورکړه، د چرګانو د ژبې په هکله يې خورا ډېر مطالب را په ګوته کړل. د ژبو ستونزه په اکثرو هېوادونو کې شته خو ځينې هېوادونه ورته عادلانه حل لارې لري ، هند په سوونو مذهبونه او تر(۲۹) زياتې ر سمي ژبې لري ، دسيمې ، ولسواليو او قبيلو په کچه خو يې ژبې تر سوونو هم اوړي ، دلته هم ځينې وړې ژبې د محوه کېدو له خطر سره مخامخ دي، خو نه د اکثريت ژبه . افغانستان کېدی شي د ځمکې پر مخ لومړنی هېواد او پښتون کېدی شي دنړۍ پر مخ هغه قوم وي ، چې له خپل اکثريت سره سره لا تر اوسه پورې د ژبني محکوميت له رنځه خلاص نه دي . کله کله خو موږ د دې پړه پر ناوړه حالاتو ، پرديو يرغلونو او نورو ډول ډول ناخوالو ور اچوو ، خو که ډېر ورته ځير شو
په خپله پښتانه هم په دې برخه کې د ملامتۍ له داېرې څخه نه شي وتلای . پښتنو ته که د ژبې د خوندي ساتلو او پرمختيا لپاره پښتنو ليکوالو هر څومره د زړه وينې وڅښلې ، چندان تاثير يې پرې ونه کړ ، نو ښه به دا وي چې دپخوانيو پېغورونو په دوام دا ځل دا پېغور هم ورکړو چې که پښتانه له نور چا زده کړه نه کوي ، نو ښه به دا وي له چرګانو خو يې زده کړي . ځينې پښتانه له چرګانو سره ډېر شباهتونه هم لري او په ځينو برخو کې لوی توپيرونه.
يو شمېر پښتانه سياستوال هر کله چې په پچه سپاره شي نو کشمير ګوري ، د خپل هېواد غمونه پرېږدي ، دچيچنيا او فلسطين د ازادولو خبرې کوي ، چرګ هم کله چې ځوان شي نو پر بام ورو ورو ګامونه اخلي چې بام ونه لوېږي . زموږ څينې ملايان چې کله د سياست پر منبر کېني نو بيا بې وخته اذانونه کوي ، چرګان هم کله کله بې وخته اذانونه کوي.
دچرګانو بې وخته اذانونه زموږ په کلتوري رواياتو کې بد شګوم لري او دملايانو د بې وخته اذانونو عواقب هم موږ په خپلو سترګو وليدل . چرګان کله کله د خپلو بې وخته اذانونو له کبله د ګيدړانو ښکار شي او ملايان هم کله کله د بې وخته سياسي اذانونو له امله د لويو ځواکونو د زور بټۍ ته ولوېږي ، خير دا ډول ډېر ورته والي او توپيرونه شته چې د ټولو سپړل اوږده څېړنه غواړي ، خو اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې هغې کې پښتانه تر چرګانو هم شاته پاتې دي . پښتانه خپل سياسي تاريخ پنځه زره کلن بولي ، خو په ژبه کې ليکلي هنري يا تاريخي اثار لا تر دې مهاله نه دي رسېدلي، البته کېدی شي ژبه تردې هم لرغوني وي . دچرګانو متخصصين او ژبپوهان په دې نظر دي چې د چرګانو د ژبې تاريخ نږدې اووه زره کالو ته رسېږي ، چرګان د اووزره کلونو په بهير کې پر دې بريالي شوي ، چې خپله ژبه د زمانې له توپانه خوندي وساتي . ژبپوهانو دچرګانو په ژبه کې دېرش بېلا بېل اوازونه تشخيص کړي چې د هغو له ترکيب څخه دوی بېلا بېلې کلمې جوړوي او افهام او تفهيم پرې رامنځته کوي. ژبپوهانو د دې اوازونو د تثبيت لپاره ځانګړې الفبې يا ابېڅې هم جوړه کړې چې دهغې په وسيله د چرګانو ژبه لوستلای شو ، بله عجيبه خبره دا ده چې ژبپوهانو د چرګانو په ژبه کې څلور بېلا بېلې غټې لهجې هم تشخيص کړي ،چې تقريبا د پښتو ژبې له غټو لهجو سره برابرې دي ، دغه راز دچرګانو په ژبه کې نور ګڼ قبايلي ګړدودونه هم شته چې کېدی شي شمېر يې د پښتنو د بېلا بېلو قبيلو د ګړدودونو له شمېر سره متناسب وي . ژبپوهان وايي چې دچرګانو ژبه کوم منظم او سيستماتيک ګرامر نه لري ، دوی يوازې لغتونه کاروي او په لغتونو خپله مانا رسوي ، خو پښتو ژبه د خدای په فضل د قوي ګرامري جوړښت څښتنه ده ، خو زموږ توپير له هغو څخه دادی چې زموږ يو پاموړ شمېر پښتانه نه پښتو ژبه کاروي نه يې ګرامر او نه يې هم لغتونه . خو چرګان يوازې له لغتونو او اوازونو اعظمي ګټه پورته کوي . چرګان ټول عمر محکوم پاتې شوي ، د خان ، ملک ، ملا ، مېلمه ، ګيدړ ، ټوغکي ، ناروغۍ او هرې بلې ناخوالې قرباني شوي ، خو بيا يې هم خپله ژبه خوندي ساتلې ده ، پښتانه کله محکوم او کله واکمن پاتې شوي، خو په دواړو حالاتو کې يې خپلې ژبې ته پاموړ کار نه دی کړی . که ژبه د ټولنيز شعور يوه وسيله وګڼو، نو په دې کې چرګان تر پښتنو زيات د ژبټولنيز شعور خاوندان دي . دلته به د چرګانو ژبې ته لږ تم شو :
بو بو بو بو بوهـ ( السلام عليکم )
بک بک بک بک ( زه کولای شم تا وګورم )
کلک کلک کلک ( بېرته کورته راشه )
هوهـ هوهـ هوهـ اهن ( لږ غذا راکړه)
کوک کوک کوک ( پام چې هلته پيشو ده )
وټ وټ وټ وټنن ( هګيو ته مې لاس مه وروړه )
ونن نن ون ون ( ته څه کوې؟ )
او داسې نور ډېر مثالونه ، چې چرګان يې دخپلمنځي پوهاوي را پوهاوي لپاره کاروي. زموږ عوام خو لا بيا هم خاورې په ايرو ګډوي ، لږ تر لږه خپله ژبه خو په خپل منځ کې کار وي ، ګيله خو له ځينو روښنفکرانو او شاهانو څخه ده چې په ټول عمر کې يې په خپله ژبه پينځه جملې هم نه دي غبرګې کړي . ټول مرغان په خپل منځ کې خپله ژبه کاروي، ټول قومونه په خپل منځ کې په خپله ژبه خبرې کوي.
نو که څوک کله اړ شي د بل قوم له وګړي سره به دهغه په ژبه خبرې وکړي ، خو دا مثال ډېر کم پيدا کېږي چې ديوه قوم وګړي دې په خپل منځ کې بله ژبه دومره وکاروي چې خپله بېخي هېره کړي .
ځېنې دينپوهان په دې نظر دي چې ژبنۍ او قومي رنګارنګي د ځمکې پر مخ د خدای جل جلاله د فطرت او حکمت نښې دي ، هر څوک چې دا نښې له منځه وړي ، هغه د دې حکمت پر وړاندې ودرېږي.
که له چا څخه د بې تفاوتۍ په وجه دا رنګارنګي له منځه ځي ، نو هغه قام به دخپلې بې تفاوتۍ پر خوب ويده پاتې کېږي او ژوند به يې همداسې مړاوی وي ، د خدای جل جلاله په هيله به د خدای له ورکړي نعمت څخه محرومېږي .
يو شاعر په دې هکله د خدای ارشاد په خپل کلام کې ډېر ښه ځای کړی دی:
چاچې خپل قدر په خپله وکـړ ګله ـــ ستاره دغه قـــــــوم په عروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قام ـــ څوک نه لوي خپل حالت په خپله
د پښتو ژبې مينانو او ملنګانو ته د دې خبرې يادون يو ځل بيا ضرور دي ،چې په ژبنۍ برخه کې د ويده قوم راويښول څه اسانه کار نه دی ، دا يو اوږد جدوجهد غواړي ، خو د اوس وخت لپاره د نورو غوره بېلګو تر څنګ بې تفاوتو پښتنو، پښتو ضد پښتنو ، هغو پښتنو سياستوالو او روښنفکرانو ته چې پښتو يې هېره کړې او يا يې هېروي ، د دې بېلګې راوړل ضروري دي، چې که له نور چا څخه عبرت نه اخلئ نو لږ ترلږ ه له چرګانو خو وشرمېږئ ، دوی له خپلو بچو سره په خپله ژبه او تاسو خپلو بچو سره په بله ژبه خبرې کوئ ...



د ليکوال څو نورې لیکنې


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...