په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ

پوهنمل بریالی باجوړی 07.02.2010 21:08

د پښتوپه معاصرادب چی کله خبري کوونوددی دوري په څوبنسټیزوکسانوکي یوهم اجمل خټک دي چی دزیاتوصلاحیتونوخاونددي اوبنسټیزکارونه یي سرته رسولی دی له همدی کبله داجمل خټک دریځ دپښتوپه معاصرادب کي یوجوت اوبنسټیزدریځ نومولي شو.دادب په بیلابیلوصنفونوکي که شعردي که داستان که تکل که ډرامه که راپورتاژکه ادبی سفراوکه نورخوپه وده اوپخیدوکي یي اجمل خټک دپاملرني وړکارونه سرته رسولي دي ددی خبري ثبوت په پښتونثراونظم کي دده هغه ارزښتمن اثاردي چي په پښتوادب کي خاص ځای لری.خوبیاهم اجمل خټک دیوشاعرپه توګه دډیرشهرت خاونددي  اوداځکه چي دمعاصرشعرپه بدلون جوړښت اووده کي دده ونډه زیاته جوته ده.

اجمل خټک چي په شعرویلوپیل کاوه نودغه وخت په کوزه پښتونخواه کي دباچاخان ترمشرئ لاندي د))خدایي خدمتګارئ((غورځنګ ښه په شوراودرزکي روان و.دغه غورځنګ پښتوادب ته تربل هرڅه زیات پښتوشعرورکړچي دشاعرانودنومونوفهرست یي ډیراوږددی.ددغه وخت زیاته شاعری دنظم په بڼه کي وه چي مقصدیي داولس ویښول اودانګریزښکیلاک نه دخلاصون پرلوردخلکوراپاڅول وو.اجمل خټک په دغه وخت کي نوئ زلمئ و.دهمدغه اغیزلاندي یي شعرویل پیل کړل خوپه دومره توپیرچي ملی اوقومی محتواته یي هنري جامه واواغوستله اودشعرهنری اړخ اولوري ته یي بدلون ورکړاوهم یي دغي خبري ته دنوروشاعرانوپاملرنه راوګرځوله.ایازداودزئ په دی حقله وایي ))داجمل دشاعرئ یولوی خصوصیت اوانفرادیت دادي چي دهغه دنظمونوفضاروماني ده.یابه داسي اووایوچي بوده یي که دحقیقت پسندئ دشډلوسپڼسونه ده نوتنسته یي درومانیت له رنګینومهینواوپستووریښموجوړه ده.

په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ
همدارنګه دهنددنیمي وچي ځینوملی مترقي ادبي تنظیمونوهم داجمل خټک په ذهن اوادبی تګ لاره باندي اغیزوکړاوددغه اغیزله کبله دده په سیاسي ژونداوادبي لاره کي نوي څرکونه په بلیدوشول چي بیانویوځلمیانودده دغه لاره هم په سیاسي لحاظ اوهم په ادبي لحاظ ښه وپالله .سیاست پوه الیکوال افراسیاب خټک په دی هکله لیکي:))کله چي دهندپه نیمه وچه کي په 1936کال کي دانجمن ترقي پسندمنصفین په نوم یوتنظیم جوړشونوپه دغه تنظیم کي جمهوری اومترقي خواعناصرشامل شول چي دادسته دهندپه نیمه وچه کي دنوي ذهني فضاداګاه اوباشعوروجوړونکوباندي مشتمله وه.
په دي کي فیض احمدفیض،فراق ګورکپوري،ساحرلدیانوي،جوش ملیح ابادي،منشی پریم چند،حسرت موهاوي،اسرارالحق مجاز،جګرمرادابادي،احمدندیم قاسمي اونورډیرنورنومونه شامل وو.دغه تحریک دنړئ دټولوازادي غوښتونکومترقي اوجمهوري خوامنورینوسره خپل غږیوکړی و.دغه تحریک په کوزه پښتونخواه کي په ادبي شعورهم ژوراغیزوکړاودکاکاجي صنوبرحسین ،فارغ بخاري،سیف الرحمن سلیم،اجمل خټک ،قلندرمومنداولطیف وهمي غوندي انقلابي اومترقي شاعران  هم ددغي څپي برخي وبلل شوي.((

ددغه تحریک نه په اغیزاجمل خټک دخپل شعرپه محتوانورڅه هم ورزیات کړل چي دوخت اوزمان غوښتنه وه اوهغه دانسان ازادۍاوبرابرۍخبره وه اویاپه بله مانامترقي نظریاتواوافکارویي دشعروغیږه ونیوله.داجمل خټک شعردنوي سیاست غوښتني له ځان سره ملي کړي اوشعروسیاست یي سر ه یوځاي کړ.دهغه وخت ځوان کول دغه لاره ډیره ژر ومنله اوپه دغه لاره روان شول.

بیاهم دایازداودزي وینارااخلم  چي وایي))دهغه تخلیقي اوشاعرانه دماغ پښتوادب ته یونوی خیال اونوی جهان وروبخښلو.داجمل خټک شاعرۍدژ وندقافلي راویښي کړي دمنزل احساس یي ورپه ګوته کړ.اودهغوپه رفتارکي یي لکه درواني ویني ګرمي اوتیزي راوسته.((

ویل کیږي چې داجمل خټک شاعرۍ په پښتوکې هم دشاعرۍ لوری بدل کړاوهم دسیاست.په دواړوکې نوی بدلون راوست اوپلویان اولارویان یې هم ډیرزیات شول.

ښاغلی سلیم رازوایي((داجمل خټک شاعرۍ دشلمې پیړۍ وروستۍ نمیایي پښتون سیاست اوپښتوادب متاثرکړی.په سیاست اوادب یې یوشان اثرات مرتب کړي اوپه عاموخلکوکې یې دانقلابي یون سماجي بدلون جذبه ،ولوله اوحوصله پیداکړې ده.))

(4)اجمل خټک اودغیرت یوله بل سره تړلي نومونه دي.دخټک دکومې شاعرۍ ذکرچې ماوکړپه غیرت چیغه کې رامنځ ته شوه چې لاس په لاس به ګرځیدله اودهغه وخت جلوسونه اولاریونونه به په همدغې چغې بدرګه کیدل.ددغې چغې ډیرشعرونه دځوانانوذهنونوکې نقش وواودمثالونوپه توګه ویل کیدل.دغیرت چغې شعرونودهغه وخت په سیاسي اوادبي حلقوکې خوزښت راوست اودسلیم رازپه قول چې په سیاست اوادب کې بدلون ترسترګوشو.استادعبدالله بختانی وایي چې((ځوانانوبه هڅه کوله چې خپل شعرونه په دې لاره روان کړي))

همدارنګه سلیم رازهم دغه لږپه تفصیل سره کوي اووایي((دغیرت چغه ځلمودلاړښوونې صیحفه ګرځولې اوتاویزکړې وه.ځکه پرې حکومت پاپندي ولګوله خودپاپندي باوجوددپښتون سیاست لاره همدي کتاب وښوده اودپښتودعصري،مقصدي شاعرۍ دفکري رخ تعین هم دې کتاب وکړ)).

داجمل خټک دشاعرۍ بل دذکروړکتاب ((ګلونه تکلونه))دی.په دې کتاب کې اجمل خټک دغزل شاعرۍ کړیده.محتوایې انقلابي ده خوسینګارکړې ېې دغزل په جامه ده.دمخه تردي داخبره عامه وه چې خټک دنظم شاعردی خوماداخبره یاده کړه چې دده نظم لکه عام نظم نه دی بلکې دمعاصرشعرنماینده اونوی شعردی دنویوغوښتنواونویوضرورتونوسره.په خپله اجمل خټک په ګلونوتکلونوکې وایي.

                     زه دنظم په ټال زانګم غزل لیکم

                     حریف وایي چې دې فن کې ماهرنه یم

دغزل په شاعرۍ کې ګلونه تکلونه داجمل خټک یوه کامیابه تجربه وه اوډیراستقبال یې هم وشو.استادعبدالله بختانی دګلونوتکلونوپه هکله وایي((دایولوی سنددی ادبي اوتحقیقاتي سنددهغوپه مقابل کې چې ادب له ژونداوژوندله سیاسته بیل ګڼي.رادې شي اوودې ګوري چې ګلونه تکلونه کې ژونداوادب ،هنر اوسیاست،مینه اوښکلاڅومره اوڅنګه یوپه بل کې سره نغښتې اوتاوراتاوشوې ده)).

که له شعرنه تیرشونوپه نثرکې هم داجمل خټک کارونه دپاملرنې وړدي.خټک چې څومره په نظم کې لوی لاس لري همدارنګه یې نثرهم له شعره کم نه دې.

داجمل خټک دنثرډیره غوره نمونه ((مسافرته خطاب))نومیږي چې دلیک په ډول ده دالیک اجمل خټک په 1949کال کې ارواښادعبدالروف بینواته رالیږلی و.په دې نثرکې اجمل خټک دلروپښتنودمحکومیت حالات بیانوي چې دهنري نثرډیره ښکلې اوپه زړه پورې نمونه ده.

داجمل خټک په نثري کتابونوکې لومړی کتاب چې زموږترسترګوکیږي هغه دکچکول په نامه دی.د1954کال نه ورسته چې اجمل خټک دبانګ حرم دپښتوبرخې مدیرشونودکچکول ترکلیشې لاندې یې دټولنې دناقصه دودونواورواجونوپرضداوداصلاح په خاطرانتقادي لیکنې پیل کړې.دالیکنې اجمل خټک دملنګ په نوم کولې چې طنزیه بڼه یې درلوده.

دغه لیکنې بیاپه کتابي شکل دکچکول په نامه په1960کال کې چاپ شوې چې دلوستونکوله خواډیرې استقبال شوې.

په نثرکې داجمل خټک بل کتاب ((دازه پاګل وم))نومیږي.په 1953کال کې  چې اجمل خټک دمسلم لیګي حکومت له خوازنداني شو.دزاندان دناخوالو،.یادونواوخاطروبیان ته یې ((دازه پاګل وم))نوم ورکړچې دهنري نثراوراپورتاژډیره په زړه پورې نمونه یې بللی شو.

په نثرکې داجمل خټک وروستی کتاب چې زماله سترګوتیرشوی دی دافغان ننګ نومیږي.دکتاب زیاته برخه په پيښوراوپاکستان کې دافغاني مهاجرودژوندحالات په کیسه ایزاوهنري ډول بیانوي.ددي کتاب ډیرنثرونه داستاني بڼه لري اویاپه بله ویناهغه داستانونه دي چې دافغان اولس دوروستیوناخوالو،جګړو،دردونواوتباهیوانځوریزې تابلوګانې دي.

استادعبدالله بختاني دافغان ننګ دکتاب په هکله وایي ((دلیک طرزاوفورم یې دلنډداستان دی،ژبه یې ډیره ساده،خوږه،روانه،اغیزناکه ،ماهرانه اوساحرانه ده.دااثردادبي راپورتاژ،خاطرواولنډداستان یوښکلی هنری امتزاج دی چې په حقیقت کې دتاریخ یاتاریخ حقیقت یادحقیقت تاریخ اوپه فورم کې لنډداستان دی.

که خپلې خبرې راونغاړوپه پایله کې ویلی شوچې  د اجمل خټک دریځ دپښتوپه معاصرادب کې بنسټیزڅرګنداودپاملرنې وړدی.دی دمختلفوصلاحیتونوخاونددی اودادب په بیلا بیلوصنفونوکې یې دپاملرنې وړکارونه سرته رسولي دي.په پښتومعاصرشعرکې یې دمعاصردوران غوښتنې شاملې کړې،په شعرکې یې نویونظریاتوته وده ورکړه اودشعرهنري اړخ یې ښکلی کړی.

په نثرکې اجمل خټک له راپورتاژنه نیولی ترخاطرو،ادبي ټوټو،طنزونو،ادبي لیکونو،ډرامواولنډوکیسوپورې خپل قلم ډیرښه ازمایلی دی اودپاملرنې وړاثاریې پښتوادب ته وړاندې کړې دي.

همدارنګه داجمل خټک دریځ په معاصرادبي دوران کې دادبي جرګو،مرکواوادبي ټولنودجوړولوله مخې هم دپاملرنې وړدی ځکه چې دغوجرګودپښتومعاصرادب په وده اوغوړیدنه کې څرګندرول لاره.

اجمل خټک دخپلوملګروسره په 1937کې دنوښارادبي جرګه جوړه کړه چې دهغه وخت ډیرتکړه شاعران اولیکوالان پکې راټول شول بیایې دخپلوملګروسره په اکوړه خټک کې دپښتوبزم ادب جوړکړ.په 1951اکال کې دکاکاجي صنوبرحسین سره داولسي ادبي جرګې غړی شو،چې دغې جرګې دپښتوادب په غوړیدنه اووده کې تربلې هرې جرګې زیات کارکړی دی.داووپه معاصرادب کې داجمل خټک ددریځ په هکله هغه عمده څوټکي چې ماپه لنډډول بیان کړل.

                                                                      ځان مې په درکې کړدرته خاورې

                                                                      په خق خق خاندې ژړامې نه اورې

                                                                      یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ

                                                                      که ناورې ناورې داخوبه اورې

له پرهر بلوګ څخه په مننه

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته

08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو