اجمل خټک يو ګڼ اړخيز مبارز

فاروق فراق 07.02.2010 21:23

د ښاغلي اجمل خټک شخصيت خوارۀ وارۀ اړخونه لري او دادب، صحافت، سياست او تعليم په ميدان کې ددۀ په غوره خدماتو دلروبر ټول پښتانۀ محترم اجمل خټک سره دمئين توب ترحده مينه لري.

اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان دصوبه سرحد نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولي دي ،
 لسم جماعت يې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامي فکر او روښان خيالۍ له امله دوخت دزورورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر داستاذۍ دملازمت څخه ګوښه کړى شو.

دنوکرۍ څه دګوښه کيدو نه پس ګرفتار شو، کور يې تالا شو او دکتابونو لائبريري يې پوليس واله ؤ يوړه،
دستر پښتون قهرمان خان عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائى خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو.
هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې ده او دقيدوبند په دوران کې يې ډير زيات تکليفونه هم زغملي دي خو ولې دقيدوبند دغه دور ورته يو ګټه دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل  متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو  کوم چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ  کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو
اجمل خټک صيب ته اپريل ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ  پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په حيث دکار کولو بلنه ورکړى شوه. ريډيو پاکستان دپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې  ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي.
ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي په حيث هم خپله ځانګړې پيژندګلو پيدا کړې ده او دصحافت له لارې يې دخپل اولس او خاورې دپاره خدمتونه ترسره کړي دي.
 پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ښاغلى خټک صيب دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او  اووۀ نيزو سره کار کړی دی.
 په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې چې تر اوږدې مودې يې په عدل رساله کې په مختلفو موضوعاتو خپل قلم وخوزولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله.
په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې.
 همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر وټاکل شو او په دغه اخبار کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول .
په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې نن څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او پوست انداز د خلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى.
همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ښاغلي خټک صيب داسې قيمتي او شاهکار ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي.
 اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم منسلک پاتې شوى دى، او دخپلې ځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف کړي دي.
دښاغلى اجمل خټک شاعري په بنيادي توګه انقلابى او دژوند شاعري ده.
اجمل خټک ١٩٧٣ء کې دپاکستان ګاونډي ملک افغانستان ته اوړيدلى ؤ چې اتلس کاله يې دغلته دجلا وطنۍ ژوند تير کړو او دحالاتو په سازګاريدو پاکستان ته واپس راغلى ،
دخپل اوږد، اندړ ګراؤنډ ژوند نه علاوه ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ ده کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کړى دى.
اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب  د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صيب يو ځلنده کردار ترسره کړى دى،
دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونه کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې دپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي نامې زمونږ مخې ته پرتې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى.
ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي  ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې ده
اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.
دپښتون قام دپاره په زياتيو قربانيو ورکولو دپاکستان او افغانستان دواړو ملکونو پښتانۀ، داجمل خټک سره يو شان مينه لري او په خاص توګه ددواړو ملکونو ادبي حلقې خو ورسره دومره مينه کوي چې وخت په وخت يې دمختلفو ادبې تنظيمونو، جرګو او ټولنو لخوا داجمل صيب په درناوي کې لوې لوې مشاعرې او سيمينارونه منعقد کړي او دادبى تنظيمونو لخوا ايوارډونه او انعامونه ورکړے شوي دي
 بلخوا شاعرانو او ليکوالو سره هم داجمل صيب دزياتې مينې اندازه دې څخه کيدى شي چې دضعيف العمرۍ او کمزورۍ په دې عمر کې هم چې  کۀ داشنغر، خيبر، کوئټه يا بل کوم ځاې څخه ورته هم دمشاعرې يا ادبي سيمينار څه بلنه ترلاسه شوې ده نو اکثرو له يې ځان  رسولى دى او دا شان خپل ټول عمر يې شاعرانو او امن خوښو خلقو سره دورورولۍ په فضاء کښې تير کړيدى.
 ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې ده  خو ولې ددې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي.
ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته  خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي.
هسې خو کۀ ددۀ دټولو ليکنو او تخليقاتو ذکر کوؤ شايد چې دغه بحث پخپله يو ضخيم کتاب ته اړتيا ولري خو ولې بيا هم په کتابي شکل چې دښاغلي خټک صيب کوم تخليقات چاپ دي نو هغه په دې ډول دي.
١- پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
٢- پښتانۀ شعراء(پښتو)
٣-ژوند او فن(پښتو)
٤-دغيرت چغه(پښتو)
٥-کچکول(پښتو)
٦-باتور(پښتو)
٧-دا زۀ پاګل ووم(پښتو)
٨-دوخت چغه(پښتو)
٩-ګلونه تکلونه(پښتو)
١٠-ګل پرهر( پښتو)
١١-سرې غونچې(پښتو)
١٢-ځنډ وخنډ(پښتو)
١٣-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
١٤-جلا وطن کى شاعري(اردو)
١٥-افغان ننګ(پښتو)
١٦-دژوند چغه(پښتو)
١٧-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)
اؤ ددې ترڅنګ بيا دهاغو کتابونو فهرست ځانله يو بحث ته اړتيا لري کوم چې په اجمل خټک صيب ليکل شوي دي خو کۀ  په لنډو ټکو کې ددغو کتابونو څخه مونږ ديو څو کتابونو نومونه يادوؤ نو هغه په دې ډول دي
١-اجمل خټک شخصيت او فن(پروفيسر افضل رضا)
٢-غنى او اجمل( دافغانستان څخه)
٣-اجمل اؤ پښتو غزل(پروفيسر افضل رضا)
٤-اجمل خټک ژونداؤ فن(مثل خان راهي)
٥-اجمل خټک دژوند په ائينه کې(مثل خان راهي)
٦-حماسه وئيونکى مبارز شاعر(ډاکټر عارف عثمانوف)
٧- انقلابي او مبارز شاعر(محمديوسف)
٨- اجمل خټک دادب جمال اؤ دسياست جلال(هارون الرشيد خټک)

او هاغه په سوونو مقالې او مضامين ددې څخه علاوه دي چې مختلفو ليکوالو دښاغلي خټک صيب په ژوند، فن، مبارزه اؤ شخصيت ليکلي دي. 

د ډيوې راديو له ويبپاڼې څخه په مننه


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس