نوروز منګل: افغانستان مقابلې ته چمتو دی
08.02.2010 07:36
مرکه کونکی: هلال مومند
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي چې په سريلانکا کې د اوږد مهال تمريني کيمپ او بېلابېلو لوبو په پايله کې چمتو دی چې د ۲۰/۲۰ اورونو د نړيوال جام غوراوي په سيالۍ مقابله وکړي.
نوروز منګل ټول افغان ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ځانګړې ډول د دې سياليو لومړۍ لوبې ته چې د پياوړې لوبډلې (ايرلينډ) سره ترسره کېږي څه ډول تياری لري، وويل چې ((د افغانستان ټيم په سريلانکا کې یو مياشت تياری کړی دی، ډېرې مسابقې یې هم وکړې چې ۲۰ اوريزې لوبې هم په کې شاملې وې، په ټيسټ لوبه کې مو ايرلينډ ته ماته ورکړه، او اوس په داسې حال کې يو چې ان شاالله ايرلينډ ته ماته ورکولای شو)).
نوروز وايي چې په سيالۍ کې نورې لوبډلې ورته مخکې له مخکې د برياوو مبارکيانې ورکوي. دا په داسې حال کې چې افغانستان یو کال مخکې په ۵م پړاو کې لوبه کوله. نوموړی وايي چې د افغانستان لوبډله ډېره ښه شوې ده او ټول لوبغاړي ډېره خواري کوي چې په دې لوبو کې ښه وځلېږي او افغانستان نړيوال جام ته ورسوي. نوروز هيله مند دی چې د نړيوال جام د غوراوۍ په سيالۍ کې به افغانان ښې لاسته راوړنې ولري.
د يادونې ده چې که افغانان د ايرلينډ لوبډله ماته کړي نو نيمه پايلوبې یا Super Four ته د وتلو هېله بيا ډېرېږي او د لوبغاړو مورال به جږ کړي.
د ايرلينډ کپتان انډریو وايټ د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼې ته ويلي دي چې د افغانستان سره لوبه ورته ځانګړی اهميت لري او همدا لوبه به دا پرېکړه کوي چې لوبډله به یې نړيوال جام ته بريالۍ کېږي او که نه. سره د دې چې وايټ هيله مند و چې افغانستان مات او نور بري هم لاس ته راوړي، خو له څرګندونو یې معلومېدل چې د افغانستان لوبډلې څخه اغېزمن دی او افغانانو په ايرلينډيانو وېره خپره کړې ده. د ايرلينډ کپتان وايي چې اوس د افغانستان لوبډلې سره ډېره اشنايي لري او ډېرې هغه برخې چې ايرلينډيان په کې کمزوري وو، دوی ورته حل موندلی دی.
خو افغان کپتان نوروز منګل بيا وايي چې سره د دې چې ايرلينډ خورا ښه لوبډله ده، ډېرې لوبې یې کړي ، تجربه کاره ده او ډېرې لاسته راوړنې لري، خو افغان لوبډلې پرې اوس فشار اچولی دی. منګل دا مني چې پر افغان لوبډلې هم فشار شته دی خو دا چې په سريلانکا کې یې ښه تمرين کړی دی او پخوا هم افغانستان په ۲۰ اوريزو لوبو کې ځلېدلی نو هيله مند دی چې په ايرلينډ او نورو لوبډلو فشار ته دوام ورکړي او جاري یې وساتي. نوموړی په ايرلينډ او نورو لوبډلو د افغانستان فشار ګټور بولي او فکر کوي چې ښې پايلې به ولري. نوروز هيله مند دی چې که چېرته حميد حسن، محمد نبي او شاهپور ښه لوبه وکړي نو نورو لوبغاړو ته به ډېره ډاډګېرنه وي.
د يادونې ده چې د افغانستان سره په ګروپ کې له ايرلينډ برسېره امريکا اوسکاټلينډ هم شته دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا په تمريني لوبو کې پياوړې لوبډلې اماراتو ته او سکاټلينډ د کينيا پياوړې لوبډلې ته ماته ورکړه، ايا دا په افغانستان فشار زياتوي او که څنګه، نوروز وويل چې ((بالکل، امريکا له ډېر پخوا څخه لوبه کوي. په ۲۰ اوريزو لوبو کې هم اوږد تاريخ لري. سکاټلينډ هم پياوړې لوبډله ده او په نړيوال جام کې لوبېدلې ده. په موږ به فشار وي خو موږ له خيره چمتو یو او قسمت ته به ګورو چې موږ سره څه کوي.))
نوروز سره د دې چې ډېر هيله مند ښکاري چې افغانستان به د روانو لوبو په ترڅ کې د ۲۰ اورونو نړيوال جام ته لار ومومي خو ټول امتياز افغان ولس ته ورکوي او تاکيد کوي چې د افغانانو له دعاګانو پرته دوی برياوې لاس ته نه شي راوړلای. نوروز افغانانو ته د پيغام په توګه دا وويل چې ((ګران ولس دې موږ ته دعاګانې وکړي چې په دې سياليو کې بريالي شو او هېواد ته سرلوړي ستانه او افغان ولس خوشاله وساتو)).
د ليکوال څو نورې لیکنې
- په کوېت کې د ACC د سيالۍ مهال ويش اعلان شو
- د شپاړس کلنو د لوبډلې ازموينه په جلال اباد کې اخيستل کېږي
- ICC: افغان لوبډلې سره بايد تخنيکي کسان سفرونه وکړي
- ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي
- کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي
- افغانستان به دوه کاله وروسته اسټراليا ته ماته ورکړي!
- له ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام درسونه او عبرتونه
- کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابود ۵ لکه ډالر او د کرکټ دوه لوبغالو جوړولو جايزې اعلان شوې
- په هېواد کې د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو
- كاناډا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ











ګټه یی څه.... یوه ورځ به ملاصیب په دوی هم د کفر ټاپه ولګوي... او په بله ورځ به د طالب جان په خودکوش کی ټول مړه شي... دهیڅ شی امید نشته ددی سپیره طالب له لاسه... خوښی ته به مو کله هم پرینږدی... او کامیابی خو د بیچاره افغانانو هیڅوک نشی زغملی... او ولی به یی زغمی هم ځکه او خو مونږ خپله د خپل ځان دښمنان یو... ډیر زړه می درد کوی دی ځوانانو ته چی دوی څومره زحمت کوی او یوه ورځ خدای مکړه لکه نورو ځوانانو د اوربشو په تول کی لاړ شی....
دخدای لپاره پښتنو سپورټ، لوبو، او تعلیم ته مخه کړی... نور جنګ بس دی...
نوروزجانه لمری سلامونه می ومنه تاسوته سوک چه دوعاگانی ونکری لاسونه ئی مات اوسترگی ئی رندی شی تول ملت دوعاگانی ستاسوسره دی دپاک الله(ج)سخه درته همیشه بریالیتوب غوشتونکی یو الله موبریالی خپل گران هیوادته راستانه کره آمین.
Will Afghanistan win the game frome Irland
سلامونه اونيکي هيلي ټولو افغانانو ته
زما پوښتنه د ټول افغان له اداري څخه داده چي دا لوبي ولي په ژوندي بڼه نه خپريږي؟
ــــــــــــــــ
اداره: لاندې مو شېرزي صيب ته ځواب ويلی تاسو یې هم ولولﺉ.
انشااللہ نوروزجانہ زموژ دوعاگانی لہ تاسو سرہ دی تاسو تہ پہ کار دہ چی پہ افغانی حیمت او جزبہ لوبہ وکڑی او داسی اوپنران میدان تہ اوباسی چی پہ ٹولو لوبغاڑو بوج ختم شی مننہ
aziz_khan2010@yahoo.com