اجمل خټک باباخاورو ته وسپارل شو،دباچا خان دکورنۍ هېڅ غړی نه و ورغلی

زمه وال 08.02.2010 13:35

مشر ليکوال،شاعر،اديب،سياستوال او ټولنيز شخصيت ارواښاد اجمل خټک بابا نن له غرمې وروسته په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې مراسم د اکوړه خټک په خوشال خان خټک کالج کې ترسره شول او وروسته بيا په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ارواښاد دجنازې په مراسمو کې په زرګونو تنو قلموالو،دبابا مينه والو،سياسي شخصياتو، په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ استازيو او ولسي وګړيو ګډون کړی و،په داسې حال کې چې له سهاره په سیمه کې باران ورېږي خو بيا هم په زرګونو خلکو دبابا وروستي ديدار ته ځان رسولی و.

په پېښور کې دافغانستان دجنرال کونسلګرۍ پلاوي د ظاهر جان بابري په مشرۍ په جنازه کې ګډون وکړ. همداشان له کابله د کريم خبرم په مشرۍ يو لوړپوړی دولتي پلاوی چې وحيدالله سباوون،فراهي،د بهرنيو چارو او نورو ادارو استازي پکې ګډون لري شېبه وړاندې اسلام اباد ته را رسېدلي.

په اسلام اباد کې دافغانستان سرپرست سفير ښاغلي مجنون ګلاب  د ټليفون پر ليکه ټول افغان ته وویل چې دالوتکو دمهال وېش له لامله افغان پلاوي ونشوای کړای په ټاکلي وخت د جنازې مراسمو ته ځان ورسوي خو ښايي له ماښام وړاندې د ارواښاد کورته ورشي او بيا يې پر قبر دګلونو ګېډۍ کېږدي.

د خواشینۍ خبره دا وه چې دفخر افغان خان عبدالغفار خان بابا د وارث (اسفنديار ولي خان) په ګډون د هغه د کورنۍ هېڅ غړي نه خو په جنازه کې ګډون کړی و او نه د ارواښاد کورته ورغلي.

د بابا په جنازه کې د اسفنديار ولي خان او دهغه د کورنۍ دغړيو د نه ګډون له لامله د عوامي نېشنل ګوند او خدايي خدمتګار غورځنګ يوشمېر غړيو ډېره نا خوښي ښودلې،په سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند څو تنو غړيو په دې اړه ټول افغان ته وويل چې اجمل خټک بابا د فخر افغان له نژدې ملګريو څخه و چې تل يې د باچا خان کورنۍ او بچيان د خپلو بچیانو پشان ګڼلي،دهمدغه مېړني خټک د مبارزې برکت و چې نن ورځ اسفنديار – اسفنديار- دی.

ياده دې وي چې اجمل خټک ښايي د عوامي نېشنل ګوند يواځنی مشر وي چې نه شخصي موټر لري، نه بانکي حسابونه،نه مارکېټونه او نه نوره شتمني،د نوموړي يواځنۍ شتمني دڅلورو مرلو (لږ دپاسه يوه بسوه) کور دی چې له هغه څخه په ميراث کې پاتې شو.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

08.03.2010 14:51 غزل/فريداله حسن زی

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم/// ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه

08.03.2010 14:50 په ښونځي دسپینو فاسفورسو باران

انځورنه خپله خبرې کوي

08.03.2010 12:52 غصه

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 12:03 د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 06:57 ښځه : سيد حيلاني جلان

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه

08.03.2010 05:59 د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د

08.03.2010 05:58 ښځه

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته