دچین او امریکا تر منځ د سړې جګړې احتمال

ژباړن: جاويد صبوري 08.02.2010 13:57

د يوې ټولپوښتنې پايله ښيي چې له نيمايي څخه زيات چينایيان په دې اند دي چې چين او امريكا د يوې نوې "سړې جګړې" په لور ځي.
دا انګېرنه وروسته له هغې په ډاګه كېږي چې پيكينګ ته د ولسمشر اوباما سفر پايله نه درلوده او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د تاېوان، تبت، سوداګرۍ، د اقليم بدلېدل، انټرنېټي او بشري حقونو آزادي په لانجې بدله شوې.
د ډیپلوماتيكو سرچينو په وينا، د امريكا حكومت دننه د هغو چارواكو لخوا چې فكر كوي اوباما ته مشوره وركړل شوې وه چې چين ته په سفر كې له كمزوري موقفه مخ ته لاړ شي، يوه پلټنه روانه ده.
د چين له نظره، امريكايي ځواب- چې پر سوداګرۍ د لا تمركز په اړه د اوباما لوظ هم په كې شامل دى- د چين زياتېدونكي ځواك له غبرګون سره مخامخ شوی.
اوس كابو ۵۵ سلنه هغه خلك چې د ګلوبل ټاېمز نومې دولتي ورځپاڼې ترې پوښتلي وو، دا مني چې "د چين او امريكا تر منځ به سړه جګړه پيل شي."
د سنډې ټاېمز لپاره د يوې چينايي رسنۍ سروې دا په ډاګه كړه چې د پوځ او سمندري ځواكونو افسران د يوه نظامي مخامخ كېدنې وړاندوينه كوي او سياسي مشران له چينايي حكومته غواړي چې د امريكا پر دښمنانو لا زياتې وسلې وپلوري. دا لانجه د امريكا لخوا د ۶.۴ ميليارد ډالرو په ارزښت پر تاېوان چې چين يې خپل ياغي ايالت بولي او له ۱۹۴۹ كال راهيسې په خپلواكه توګه حكومت كوي، د وسلو پلورلو پرېكړې وروسته توده شوه.
د چين خلكو سياسي مشورتي كنفرانس يوه غړي لي مېنسونګ څرګنده كړه چې "موږ بايد پر اېران، شمالي كوريا، سوريې، كيوبا او ونزويلا د وسلو په پلورلو سره د سوك ځواب په سوك وركړو."
هغه زياتوي: "موږ داسې هيڅ كمزورتيا نه لرو چې وډارېږو. د شمالي كوريا ولسونه د امريكا پر وړاندې پاڅېدل، آيا پر هغوى څه وشول؟ نه. ايران د امريكا پر وړاندې درېږي، آيا پر هغوى ناورين نازل شوى؟ نه."
په رسمي توګه، چين د هغو شركتونو پر وړاندې د بنديزونو ګواښ كړى چې تاېوان ته وسلې پلوري او پوځي ليدنې كتنې يې هم فسخه كړي.
خو چينايي شنونكي په دې اند دي چې د هېواد مشرتابه چې يو ډول هېوادپالنه پرمخ بيايي، د پړانګ كال )د چين ځانګړې كليزې له مخې يو كال دى( په پېلېدو سره به، هغوى نور هم جدي شي.
سمندري افسر ډګر جنرال يانګ يي، وايي: "دا ځل بايد چين امريكا ته جزا وركړي." د خلكو د آزادي بخښونكي پوځ )پي اېل اى( يوه جنرال ليو يين په يوې تلويزوني وينا كې وويل چې د تاېوان پر وړاندې به نور مېزايلونه نصب شي. د پي اېل اى يو ستراتيژي جوړونكى ډګروال مېنګ زيانكېنګ وويل چې چين به "په كېفي توګه" خپل پوځ په راتلونكي ۱۰ كلونو كې د پوځي مخامخ كېدو لپاره غښتلى كړي، "هله به موږ له امريكا سره د مخامخ درېدو لپاره پوره ځواكمن شو. "
د چين قهر هله دوه چنده شو چې سپينې ماڼۍ اعلان وكړ چې اوباما به په راتلونكو څو اونيو كې د تبت تبعيدي مذهبي مشر، دالاىي لاما سره وويني.
په چاېنا ډېلي ورځپاڼې كې شنونكى هوانګ زېانكيانګ، چې معمولاً معتدله ژبه لري، وايي چې "كله څوك پر تاسو لاړې وتوكي، بايد ځواب يې وركړل شي."
د كانجو پوهنتون خپرونې تيره اونۍ وړاندوينه وكړه چې لانجې به لا زياتې شي، ځكه "اساسي ګټې" تر ګواښ لاندې دي. خپرونې زياته كړې چې پر صادراتو، د ټېكنالوجۍ په لېږدولو، د كاپي راېټ غلا او د چين پولي واحد "ين" پر سر به ستونزې، شديدې وي.
په چينايي رسنيو او بلاګونو كې په زياتېدونكي توګه د هیواد پالنې چيغي او ډنډورې، امريكايي چارواكي هك پك كړي چې څه وران شوي او څومره ژر دا ټولې خبرې رامنځ ته شوې.
چين ته د اوباما د سفر پر مهال په چين كې د امريكا سفير، جون هونټسن، ادعا وكړه چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكي تر هغه مهال تر ټولو ښه حالت كې دي... يو ګډ سفر چې په وروستي تاريخ كې يې نښه نه ليدل كېږي.
په خبرو اترو كې د شته يو ډیپلومات په وينا چې، د امريكا په سفارت كې به سفير يوازينى كس وي چې داسې فكر كوي.
د ډیپلومات په وينا "حقيقت دا و چې كله ولسمشر پيكېنګ ته ولاړ، فضا په بشپړه توګه سړه وه، حال دا چې چينايي ډلې داسې چلند كاوه چې هر څه سم دي."
په واقعيت كې، چينایيانو د پروتوكول پر هرې موضوع ټينګار كاوه، داسې يو ښاري سالون يې د وينا لپاره چمتو كړى و چې اورېدونكي يې له وړاندې ټاكل شوي وو؛ چينايي رسنيو سره يې د اوباما يوازينۍ مركه هم سانسور كړه او امريكایيان يې پرې نه ښودل چې چين دېوال ته اوباما په خپلو هليكوپترونو كې يوسي.
ولسمشر هو جېن تاو د باراك اوباما پر هغې غوښتنې غوږ هم ونه ګراوه چې د چينايي پيسو )ين( ارزښت لوړېدل يې غوښتل، حال دا چې اقليمې بدلون په تړاو ګډ كار كولو كې د هغه ناڅرګندې وعدې درې اونۍ وروسته د كوپنهاګن په غونډه كې امريكایيان مسخره كړل.
ډیپلوماتان وايي چې هغوى ته ويل شوي چې د اوباما او چينايي ولسمشر ترمنځ يو ډول "وچ تشريفات" وو چې د دواړو ملتونو د مشرانو تر منځ په تير كې هيڅكله هم داسې نه و په ډاګه شوى.
تر ليدنې وروسته د چين په برخه كې د ولسمشر سلاكار، جېف بېډار سره له دې ټولو بيا هم وايي: "د هغې موخې ترلاسه كول چې موږ ټاكلې وه، دا له بريا ډكه ناسته وه."
بيا كوپنهاګن راورسېد، چيرته چې اوباما عملاً هڅه كوله خپلو ساتونكو سره كنفرانس خونې ته ونوځي، په داسې حال كې چې چينايي وزيراعظم وېن جېاباو هڅه كوله چې د هغه په غياب كې يوه معامله ترسره كړي.
امريكایيانو همدا راز په عمدې توګه د چينايیانو لخوا ولسمشر سره خبرو لپاره د ټيټ پوړو چارواكو لېږلو شرم هم وزغمولو.
په چين كې يو اروپايي ډیپلومات وايي: "هغوى فكر كاوه چې اوباما كمزورى دى، له همدې كبله يې غوښتل چې هغه وآزمويي."
په پېكېنګ كې ځيني ډیپلوماتان حتى ادعا لري چې هغوى د اوباما پر وړاندې يو ډول مغرورانه چلند ته متوجه شوي، د چين بهرنيو چارو وزير يانګ جېچي، په دې وياړلو چې د امريكا سنتي سپين، انګلو-ساكسون، پروتسټانت مشرتابه كې د بوش ډلې سره پيژني.
خو ځينې خبرې دا هم وايي چې د عامو چينایيانو نظر ته بايد متوجه واوسو. يو متقاعد ډیپلومات وانګ يوشانګ په چاېنا ډيلي كې ليكي وو: "كه چين د نړېوال مشرتابه ترلاسه كولو لپاره تحريك آمېزه رقابت وكړي، چين به خپله رښتينې څېره له لاسه وركړي."
هغه خبردارى وركوي چې چين د امريكا او يا جاپان په اندازه نه شتمن دى او نه هم ځواكمن، له همدې كبله داسې يو عمل به "خطرناك" وي.
دا څرګنده نه ده چې دا خبره په پيكېنګ كې څوک اوري كه نه.
سنډې ټاېمز
ماېكل شېرډېن

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف