علمي لیکنې
علمي لیکنې
رښتیا خبره داده چه دپنجاب لاهور تاریخی لاهور ندی بلکه اصلی او تاریخی لاهور هغه دی چه په زوړ لاهور یا په افسوس سره اوس ورته چهوټا لاهور وایی او په مردان ولسوالی او صوابۍ کښې پروت دی چه اصلا ((لا))دمعبود په معنی ده او ((هور)) د شمالی پښتونخوا د پیښور د افغانانو په ګړدود اور ته ویلی شي چه دزردشتی دین لورته ګوته نیسی چه په زرګونو کاله زاړه اثار نن هم په هغه سیمه کښې ،چونکه دراجه رنجیت سنګه او هری سنګه باباګان پنج آب چه داحمدشاه ابدالي دافغانو اولادو نو سره بغض خفی او عداوت جلی ،او کلتوري یرغل لري نو هغه ښهر چه دقطب الدین ایبک لخوا جوړ شوې او اصل نوم یی ((لهور ))یا ((لهانور)).
په امریکا کې په عمومي ډول هر کال ۲۵۰۰۰۰ ناروغان د Upper Gastrointestinal Bleeding له وجې په شفاخانو کې بستر کيږي چې ددې جملې څخه د4-10% پورې ناروغان مري. د 50% څخه د ډېرو ناروغانو عمر د مراجعې په وخت کې د ۶۰ کلونو څخه ډېر وي چې پدې ناروغانو کې د مړینې کچه هم ډېره ده. په ډېرو کمو واقعاتو کې ناروغان د کمخونۍ له وجې مري برعکس اکثریت ناروغان د مربوېه ناروغۍ د اختلاط له وجې مري.
إنا انزلنه في ليلة القدر (1) و ما ادراك ما ليلة القدر (2) ليلة القدر خير من الف شهر (3) تنزل الملائكة و الروح فيها بإذن ربهم من كل امر (4) سلام هى حتى مطلع الفجر (5) يقينا چې مونږ دا د القدر په شپه نازل كړى دى . ته څه پوهيږى چې د قدر شپه څه ده ؟ د قدر شپه له زرو مياشتو نه بهتره ده . په ( دى كښې دهر كار ) د انجام وركولو د پاره د خپل رب په حكم سره فرشتې او روح ( جبرائيل ) نازليږي . دا شپه سراسر د سلامتئ ده او د فجر تر طلوع پورې ( ده )
الله تعالى فرمايې: (و جزاء سيئة سيئة مثلها فمن عفا و اصلح فاجره على الله). سورت الشورى آيت ٤٠. ژباړه: اوجزا د بد کار بد کار دي په شا ن د هغه [ز يات ] . پس هر چاچي عفو وکړه او صلح ئي وکړه پس اجرد ده پرالله دي بيشمه الله نه خو ښوي ظالمان
په قرانکریم کې د قدر په سورت کې له هغې لویې اوبا عظمته شپې څخه یادونه شوی ، چې ټولو کایناتو ئې په مسرت ، عبادت او دعا هرکلئ کړی ، هغه شپه د کایناتو د خالق اود مځکې پرمخ د بشریت ترمنځ د پیوستون او وصال شپه وه ، هغه درسول الله صلی علیه وسلم پرسپیڅلی زړه باندې د قران دنزول شپه وه ، هغه د یوې لویې اوبا عظمته پیښې شپه وه ، هغه پیښه چې د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې د حقایقو لوری ته او دانسانیت په ژوندانه کې د هغې لوی او لوړه اغیزه ساری نه لري ، او دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې . دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په کامله اوپوره توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .
تهجد لمونځ کول: الله تعالى فرمايې: (أمن هو قانت آناء الليل ساجداً وقائماً يحذرُ الآخرة ويرجو رحمة ربه ) الزمر : 39
واقعا داسې ده ، چې د اسلام هر حکم مبنی دی په یو سلسله حکمتونو، اوپه یو شمیر علتونو باندې مبنی دی چې هغه په حقیقت کې موجب د پاره د حکم ګرځي . دا هغه مذهب دی چې زموږ او ستاسو خپل مذهب دی ، ماتوریه نومیږی ُ ماتوریه پدې معتقد دي چې په اصلې حقیقت کې حسن دې اشیاوو موجب د پاره د امر دهغو اشیاوو ګرځیدلی دی او قبحه د اشیاوو موجب د پاره د منع د هغو اشیاو ګرځیدلی دی ، په هر مامور به کې چې الله تعالی امر پرې باندې کړی وي دمره حسن موجود دی چې هغه موجب د دې ګرځیدلی چې الله تعالی امر پرې باندې وکړي ، په لمانځه کې ، په حج کې ،په روژه کې ، په زکات کې اوپه دغو امورو کې دومره حسن اونیکي ، مفاد اوګټه ،
عامه تقریرورنه داسی یو عمل دی چې په هر ځای او هر ښه او بده پیښه کې په کار راځي او دا هر یو مونږ ته متوجه دی، دا کیدای شي په ښوونځی کې وي، کیدای شي په پوهنتو کې وي او یا هم زمونږ د کار په ځای کې، ولې مونږ ویلای شو چې دا زمونږ د روزانه کارونو یوه برخه او په ځینو مواردو کې نه شو تری خلاصیدای.
لومړي غواړم چي د زکات په اړه درنو لوستونکو ته څه وړاندي کړم په اقتصاد کي چي اسلام کوم هدف په نظر کي لري هغه دا دي چي دولت په يو ځاي جمع نشي ،هغه غواړي چي د ټولني کومو خلکو ته چي د خپل غوره لياقت يا د ښه بخت په اساس د هغوي له اړتيا نه زيات مال په لاس ورغلي وي ،هغه دي دغه دولت جمع کړي نه ساتي ،بلکي خرڅ دي کړي او په داسي چارو کي دي و لګوي چي د پانګي د حرکت له امله د ټولني بي وسي خلکو ته هم پوره برخه په لاس ورشي ،د دغه هدف لپاره اسلام له يوي خوا د خپلو عالي اخلاقو ښوونو او هڅولو او ويرولو په خورا اغيزمنو لارو چارو د سخاوت او رښتيني مرستي خاصيت په خپلو پيروانو کي پيداکوي ، تر څو وګړي په خپله خوښه د پيګي جمع کول بد و ګڼي او د مصرف کولو په لور يي ميلان وي،له بلي خوا داسي قانون جوړوي ،چي کوم خلک د سخاوت له لارښوونو سره سره د خپلي کمزورتيا له امله د پيسو پيدا کولو او را ټولولوعادت وي او يا له چا سره په يوه نه يو ډول مال جمع شي ،د هغوي له مال نه دي هم لږ تر لږه يوه برخه د ټولنيزو ښيکڼو لپاره وه استيل شي ،د دغه څيز نوم زکات دي.
له نيکه مرغه په تيره يوه لسيزه کې چې افغانستان د انټرنيټ له نعمت څخه برخمن شوى او په عصري ډول د چاپي خپرونو پر ځاى ډيرى ليکنې د انټرنيټي سايټونو له لارې خپريږي او د نړۍ په هر ګوټ کې يې هغه څوک چې انټرنيټ ته لاس رسى لري لوستلى شي.
د خوست په ولايت كې لكه د افغانستان د ډېرو نورو برخو په شان هندوان او سكان اوسېږي. دوى د خپلو – خپلو سيمو د خلكو په شان جامې اغوندي، كار كوي، حلاله روزي گټي، ودونه كوي، بچي زېږوي او لنډه دا چې د نورو افغانانو په څېر ژوند او د همدوى په ژبه خبرې كوي؛ خو يو توپير لري او هغه دا چې خپل گروهه پالي او د خپلو ديني لارښوونو له مخې عبادت كوي او خپل خير لټوي.
روژه د اسلامی وحدت پیوستون تازه کوي ، هغه وحدت چې د اشغال نه پاتي شویو سیمه ایزو سیاستونو زیانمن کړی دی ، او هره اسلامی سیمه ئې له بلې نه بیله کړی ده .
لکه څرنګه چې دکره کتنې له ډولونو او معیارونو څخه څرګندېږي، د کره کتنې عمده هدفونه دادي، چې یو ادبي اثر له مختلفو اړخونو څخه ارزیابي کړو او وګورو، چې نوموړی اثر ښه دی که بد، کره دی که ناکره، ښکلی دی که بدرنګه ، خوندور دی که بېخونده، ګټور دی که زیان رسوونکی، نوښت لرونکی دی که مبتذل او داسې نور.
د ۱۹۱۹ م کال دفرورۍ دمیاشتې په شمله نیټه دشپې دوه بجې وې چې دلغمان په کله ګوش کې افغان واکمن امیرحیبیب الله خان دتمانچې ډز پر ابدي خوب ویده کړ.
ولې د علي کرم الله وجه نوم په قرآن کې نشته؟ لیکوال: محمد باقر سجودي (پخوانې پارسي-ایرانی شیعه تبعه) اوس افغان سني پوه آندی) ژباړه: عثمان منصور انصاري بسم الله الرحمن الرحيم
داد هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د پښتو څيړنو د نړيوال مرکزڅخه چاپ او خپور شوی دی .
الحمد لله چه ېو څل بېا په مونږ او تاسې او ټولو مسلمانانو باندې الله سبحانه و تعالۍ لوى احسان او مهربانې وکړه، چه مونږ ته ېې د روژى مبارکه او د رحمتونو نه ډکه مېاشت په نصېب کړه. د الله د دىنعمت په بدل کښى که مونږهرڅومره شکر ادا کړو کم به وۍ څکه چه روژه الله سبحانه و تعالى ته په عبادتونو کښى ېوخاص عبادت دى.الله سبحانه و تعالى خپله فرماېلې دى''چه د انسان نېک عمل د هغه د پاره دى او روژه ځما د پاره ده او زه به د روژتې د روژې اجر ورکوم". په آخېرت کښى به د نورو انعامونوسره سره د الله لخوا روژتېانو ته په جنت کښى ېوه خاصه دروازه چه الرېان نومېږى خلاصېږې چه په هغى دروازى به ېوازى صاېمان جنت ته ننوزې چه دا پخپله د ډېرعزت او اکرام خبره ده نومعلومه شوه چه واقعى چه روژه د خاصوعبابتونوڅخه ده
پر الله تعالی باندې د ایمان راوړلو نه وروسته چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دايمان راوړلو اړوند کوم هدایت کړی , هغه په ملائيكو باندي ايمان راوړل دي ،او د دې هدايت لويه ګټه دا ده چې د توحيد عقيده د شرك له ټولو خطرونو څخه پاكوي .
درمضان المبارک مياشت دمغفرت،رحمت او له دوزخه دخلاصون مياشت ده . دامياشت دالله پاک د تحفو، احساناتو او ورکړومياشت ده .
د كال ټولې مياشتې بختورې ، د فيض او د بركت مياشتې دي خو د روژې مياشت د ټولو مياشتو په پرتله ډيره بختوره ، له فيض او بركت څخه ډكه مياشت ده . په دې مباركه مياشت كښې د ملسمان بنده حسنات زياتيږي ، او سيئات يې كميږي ، په دې مباركه مياشت كښې د جنت دروازې پرانستل كيږي او د دوزخ دروازې تړل كيږي . دا مياشت د جنت مياشت ده ، دا مياشت د عبادت او اطاعت مياشت ده ، دا مياشت د ښو اعمالو د سرته رسولو مياشت ده ، دا مياشت د بخښنې مياشت ده ، دا مياشت د خير او بركت مياشت ده.








