ټول افغان مقالې

14.03.2010 20:51    |   هدايت الله هدايت د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱۳) وال سټريټ ژورنال

د وال سټريت ژورنال (The Wall Street Journal )ورځپاڼه چي په مختصر ډول په WSJ هم ياديږي د امريکا او نړۍ د اهمو او با رسوخه اقتصادي او سياسي ورځپاڼو څخه ده ،چي د امريکا څخه علاوه په اروپا او آسيا کي هم خپريږي . ددې ورځپاڼي مرکز دامريکا د بازار و بورس په زړه يعني د نيويارک د ښار د وال سټريټ په جاده کي واقع دئ . دغي ورځپاڼي د خپل نامه تسميه هم ددې جادې د نامه څخه اخيستی دئ . د وال سټريټ ژورنال ور ځپاڼه د ورځني تيراژ له رويه په امريکا کي لومړۍ مقام لري او هره ورځ د دوو ميليونوڅخه زياتي شمارې خپروي . ددې نه علاوه د خپلي انټرنيټي ويب پاڼي څخه هم د مياشتي څلور لکه ګډون کونکي لري دغه ويب پاڼه ددې ګډون کونکو څخه د حق الاشتراک پيسې هم تر لاسه کوي . په نړۍ کي د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي يواځنۍ سياله د انګلستان فايننشل ټايمز ورځپاڼه ده چي په لندن کي خپريږي .


14.03.2010 13:01    |   جاويد صبوري هند، روسي وسله خوښوي

نوې ډيلۍ د جنګې جېټونو، د الوتكو لېږدونكې او هستوي ريكټورنو پېرودلو پنځه قراردادونه امضا كړل د جمعې په ورځ هند له روسيې څخه د يوې الوتكې لېږدونكې، يو شمير مېګ ۲۹ ډوله جنګې جېټانو، دفاعي او فضايي ټكنالوژۍ او لږ تر لږه ۱۲ ملكي هستوي ريكټورونو په ګډون د ۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت تجهيزاتو پېرودلو تړون لاسليك كړ.


12.03.2010 22:48    |   محمدکریم نور د طالبانو پر ضد د قومونو پاڅون

راکټونه پر اوږو، له ګولیو ډکې ګردنۍ پر غاړو او تر ملا یې د کارتوسو کمربندونه راتاو کړي ول . ځینې د موټر په باډۍ کې سپاره، ټوپک یې د موټر د سېټ پر سر اېښوولې او هره خوا یې داسې په ځېر څارله لکه امریکایان چې وي او له مجاهېدینو ډارېږي . کله چې کوڅو ته راورسېدل، له موټرو کښته شول او داسې روان ول لکه په واده کې چې په ورا روان وي . کټ مټ د ورا په څېر په دغه وسلوالو کې نه یوازې ځوانان، بلکې سپین ږیري او ژڼي هم ول . دغه وسلوال هر ګوره نه امریکایان ول او نه د کوم بل لوېدیځ ملک سرتېري، بلکې په پښتونخوا کې هغه قومي ملېشې، چې د طالبانو پر ضد یې ټوپک پورته کړي ول .


11.03.2010 20:17    |   ګودر ماښام ريچارد هالبروک

ریچارد چارلز البرت هالبروک د ۱۹۴۱ کال د اپریل پر ۲۴ د نیویارک په ښار کې زیږیدلی او یو امریکایي څانګیز (مسلکي) دیپلومات، د ټلویزیوني مجلو پخوانی خپروونکی، لیکوال، د بیلابیلو امریکایي بانکي، سیاسي او ټولنیزو کلپونو او سازمانونو غړی دئ.


11.03.2010 13:20    |   سيدعبدالله مسعود كه شپه تياره ده نومڼې په شماردي

پرون مې چې كله سهاروختي دټول افغان ويب پاڼه پرانيستله ، سمدلاسه مې دګران اوقدرمن ورورمحمدحماس په قلم دخپلې ليكنې ، ليكل شوی ځواب ولوست ، دهغه په لوستلوسخت خوشحاله شوم ځكه چې اوس داسې شرايط برابرشوي چې يوكس پرته لدې چې دخپل مخالف كس نظردټوپك پواسطه ردكړي ، دقلم پواسطه يې ردوي خولدې ټولوسره سره بياهم پكې داسي ټكي ترسترګوكيږي چې دهغوله مخې دګران اوقدرمن ورورحوصله اوپوهه له ورايه معلوميږي چې زه نه غواړم دنوموړي ورورپدغودواړوصفتونودلته توضيحات وركړم ، يواځې غواړم دوروردليكنې په هغوبرخوباندې يوڅه وليكم چې هغه دحزب اسلامي په اړوندزماپه قضاوت پورې اړه لري .


10.03.2010 16:33    |   ازادي راديو چارواکي ،کابل بانک او د دوبۍ محلونه

کابل بانک د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ د ښو اړیکو په اساس په کپیټلالیزم یا پانګوال سیستم ولاړ دی. دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې څیړنیز راپور دی چې په دې وروستیوکې یې خپور کړی او له جګ پوړو افغان چارواکو سره یې د بانک پټې معاملې په ډاګه کړي دي.


09.03.2010 21:11    |   ننګيالی بڅرکی دمارچ داتمي نړيوالي ورځي په ياد يوڅو يادوني

((دمارچ داتمي نړيوالي ورځي په ياد يوڅو يادوني))


09.03.2010 17:37    |   محمدحسن حقيار دپښتنوعلمي جينوسايډ؟

دكب ۱۵ مه دهېواد دسړو سيمو دنوي ښوونيز كال دپيل ورځ وه دنورو كلونو په څېر سږ كال هم افغان ولسمشر حامدكرزى دارګ دماڼۍ څو مترۍ كې پرتې اماني لېسې ته ورغى او دنوي ښوونيز كال دپرانستلو په تشريفاتي مراسمو كې يې برخه واخسته . حامد كرزي دتېرو كلنو په څېرسږ كال هم داماني ليسې دزنګ په كړنګولو نوى ښوونيز كال پرانست .


09.03.2010 10:53    |   محمدحماس د سيد عبدالله مسعود د ليکنې په ځواب کې

ما هم لکه د عبدالله مسعود ورور په څېر چې کله سهار پښتو وېبپاڼې کتلې نو په ټول افغان کې مې د ( دوستداران وطن د چلوونکو د پام وړ ) په سرليک سترګې ولګيدې . ماته په زړه پورې و،چې وېې لولم. دغه ليکنه مې ولوستله او د سيد عبدالله مسعود څېره، عقيده، تربګني، ناپيلتوب، له حزب اسلامي سره د ده عناد او د نوموړې ډلې پر وړاندې له انصاف او حقيقيت نه لرې څرګندونې راته سمې ونه برېښدې او دا يادونه هم کوم چې زه د دوستداران وطن له


08.03.2010 11:25    |   سيدعبدالله مسعود ددوستداران وطن دچلوونكي دپام وړ

اوس خودغه دافغانستان جګړه اوپه هغې پورې تړلې ګنې سياسې پيښې هغه څه دي چې نږدې ټول افغانان دخپلې كاري ورځې يوه برخه دهغې سپړلواوڅيړلوته بيلوي ترڅومعلومه كړي چې په هيوادكې يې څه تيريږي ....؟ زه هم كله چې سهاروختي دفترته لاړشم نومخكې لدې چې خپل ورځيني دفتري كارونه پيل كړم دنيم ساعت لپاره پښتوويب پاڼې ګورم ترڅوووينم چې په تيروڅلورويشت ساعتونوكې په هيوادكې څه تيرشوي .....؟ نن مې هم چې دمعمول په څيرخپل كمپيوټرروښانه كړ دطالبانوداسلامي امارت درسمي ويب پاڼې ( الامارة ) اودښاغلي حكمتيار داسلامي ګوند


08.03.2010 08:38    |   محمدظريف عنايت ښځه او کورنی جوړښت

انسان يوټولنيزمخلوق دی ښځه اونارينه د دوومخالفوجنسونوپه توګه دګډژوند دغوره کولولپاره د نکاح په نوم تړاوسره دکورنۍ اوټولنې د جوړښت په لاره کې لومړنی ګام پورته کوي. ښځه اونارينه دټؤلنې په جوړښت کې يو شان رول لري، واده روحي او جسمي اړتياده اويوه اوبل ته ارامښت اوسکون ورپه برخه کوي . د اسلام په سپيڅلي دين کې ښځې ته لوړ ارزښت ورکړل شوی په داسې حال کې چې په لويديځه نړۍ کې ښځه يوازې د انساني غريزې دکابوکولو او مصرفي توکوپه شان کارول کيږي. دښځودازادۍاوديموکراسۍ په نوم له ښځې هرډول ناروا اوناسمه ګټه اخيستل يوه سمه اواصولي چاره ګڼي خوپه اسلام کې ښځه اونارينه خپل ځانګړی مقام اوارزښت لري چې داسلام له نظره ښځه نيمايي ايمان ګڼل شوی ځکه انسان له ناوړه کارونو څخه خوندي کيږي .


07.03.2010 14:55    |   فريدالله (واعظي) په لرې پرتوسيموكې څه تيريږي؟

سلامونه اونيكي هيلي دتول افغان دويب پاني چلوونكو درنواوكړيدلوهيوادوالوته وړاندي كوم زه غواړم دهغه بي غيرته يهوديانوله كړنوچي دشپي په مهال يي زمونږپه بي ګناه هيوادوالوترسره كوي درنوهيوادوالوته ځه وليكم اوباوروكړي چي هرځه چي ليكم هغه حقيقت ليكم. زه دوردګوولايت دبندچك دولسوالي يواوسيدونكي يم اودوردګوولايت كه څه هم چي دمركزكابل په 25 كيلومتري كي پروت دي مګرداسي سيمي لري چي ډيري ليري دي چي دچك ولسوالي هم ليري اودغرونوپه مابين كي پرته يوه ولسوالي ده خلك يي زياتره مسافراوپه نوروولايتونوكي مزدوري كوي په نوموړي ولسوالي كي يوه دولسوالي په سطحه شفاخانه ده چي دشيرخاني دشفاخاني په نامه مشهوره ده چي دولسوالي ټول ناروغان نوموړي ولسوالي ته راوړل كيږي اوتريوي اندازي پوري يي علاج هم كيږي .


07.03.2010 14:50    |   الهام نیازی پر غیر اخلاقي ویب پاڼو او که پر ........ بندیز؟

له يوې څه مودې راهیسې په رسنیو کې پر دې روان دی، چې افغان حکومت غواړي پر غیر اخلاقي ویب پاڼو بندیز ولګوي. خبر په زړه پورې و، چې دواړه منفي او مثبت غبرګونونه یې له ځانه سره درلودل. پر غیر اخلاقي ویب پاڼو او چینلونو باندې بندیز لګول ډیر پر ځای او مناسب ګام دی، خو پوښتنه دا ده چې حکومت به په دې برخه کې تر کومه حده بریالی وي؟ یاده دې وی، چې پر غیر اخلاقي ویب پاڼو باندې د بندیز لګولو په برخه کې د نړۍ یو شمیر هیوادونه لکه چین، ایران، پاکستان او داسې نور پاتې راغلي دي، دا کار به د افغانستان په څیر د یوه جنګ ځپلې هیواد لپاره تر کومه بریده شوني وي؟


05.03.2010 06:54    |   الطاف احمد وليزی دامریکایي پوهنتون پښتون ضد هڅو مخه ونیسئ

د طالبانو له راپرځولو سره د نړيوالې ټولنې لخوا خورا ډېرې ژمنې وشوې او د ژوند په هر ډګر کې د مرستو يو لوی بهير پيل شو. دغو تعهداتو او مرستو په پيل کې افغانان خورا امیدواره کړي ول، چې ګواکې دوی به وکړی شي د نړۍ د متمدنو ملتونو په مرسته، چې په افغانستان کې حضور لري، په سيمه کې د يو ښه نوم او وقار څښتنان شي. خو له بده مرغه په ټولنه او حکومت د پخوانيو جنګسالارانو، اقتصادي مافياګانو، د مخدره موادو د چاقابرانو او جنايتکارانو د قبضې او د مرستو د انسجام په برخه کې د نړيوالو بې غوري او نړيوال فساد ددې باعث شول، چې ددغو مرستو اکثريت برخه ضايع او يا په غير موثره توګه وکارول شي.


04.03.2010 09:48    |   هدايت الله هدايت د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه

په امريکا کي د نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د امريکا د خورا مهمو او مشهورو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي ، لکه څنګه چي په تېره برخه کي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په هکله په اجمالي توګه څه وليکل سوه ، دغه درې سره ورځپاڼي په ټوله امريکا کي د يهودانو د تبليغاتي لويو شرکتو تر سيطرې لاندي دي او ددې هيواد پر دولت، د هغه پر


04.03.2010 09:20    |   ګربت د افغانستان امنیتي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي دې یې ولولي

د افغانستان ټول ملت ته د لمر په شان څرګنده ده چې په هیواد کې د نا امنی اصلی لامل څه، دی د پاکستان بد نامه داره( ISI) په هیڅ شکل نه غواړی چې په دې هیواد کې سوله راشی او دا هیواد ودان شی، په پاکستان کې که سل ځله هم حکومتونه او چار واکی ادل بدل شی د آی اس آی پالیسی به په خپل ځای پاتې وی، اصلآ په پاکستان کې دوه موازی حکومتونه شتون لری چی یو یې ملکی حکومت دی او ددې هیواد د داخلی او بیرونی تګلارې په ټاکلو کې هیڅ واک نلری او بل یې د آی آس آی حکومت دی چې خورا پیاوړی او ددې هیواد لپاره داخلی او خارجی پالیسی ټاکی چې د افغانستان د روانې لوبی اصلی لوبغاړی هم ددې اداری چارواکی دی او متاسفانه چی امریکا او اروپا تر اوسه پورې پدې ندی توانیدلی چې دا اداره د افغانستان په شمول نورو هیوادونو کې د خپلو ورانکاره او تخریبی فعالیتونه څخه منع کړی،


04.03.2010 05:14    |   عبدالرحمن فرقاني داسلامي امت پرضد د لويديځ صليبي جنګ

( تير ، اوس او راتلونکی )په اسلامي نړۍ کې د صليبي جنګ اصطلاح ديره استعماليږي ، خو دمسلمانانو اکثريت نه پوهيږي چې صليبي جنګ ولي ، او څه ډول پيل شو ؟ دا د ۱۰۹۵م کال پيښه ده ، د هغه وخت پاپ اربن دويم يوه بيانيه ورکړلۀ ، او په بيانيه کې يې وويل : اسلام يو شيطاني مذهب دي ، او د دې مذهب پيروان د يو شيطاني مذهب پيروان


02.03.2010 08:52    |   محمدحسن حقيار دافغان دسربيه يونيم زرډالر

په امريكاكې خپرېدونكې معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست په دې وروستيوكې افغانانوته له توهين څه يوډك خبرخپوركړى دى،دې ورځپاڼې ليكلي چې امريكاغواړي دهلمندپه وروستۍ جګړه كې زيان ليدلو اشخاصوته تاوان وركړي ،واشنګټن پوست دجنرال هكس په نوم ديوامريكايي نظامي قوماندان له خولې ليكلي چې دوى غواړي دهلمندپه روانه جګړه كې ددوى دځواكونو لخوا دهر بې ګناه ملګي وژل شوي كورنۍ ته هغه كه لوى وي اوكه كوچنى له ۱۵۰۰څخه تر۲۵۰۰ډالر،هرټپي ته دټپ د ژوروالي له مخې له ۶۰۰څخه تر ۱۵۰۰ډالر،دهرله منځه تللي موټرپه بدل كې له ۵۰۰نه تر۱۵۰۰ډالر،ځمكوته درسېدلوپه زيانونو په بدل كې بزګرانوته له ۵۰نه تر۲۵۰ډالرتاوان وركړي.


01.03.2010 16:59    |   دکتور محمد علي هوما رښتينی سياسي غورځنګ

په هېواد کې د نويو سياسي او ټولنيزو شرايطو په منځته راتګ سره د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره هم نوی قانون جوړ شو . د دغې قانون له مخې هرهغه سياسي ځواک په رسمي توګه راجستر کيدلای شي چې د افغانستان عدليې وزارت ته د اړوندو اسنادو سره يوځای د لږ ترلږه لسو زرو( ۱۰۰۰۰) همفکرانو لست وړاندې کړي . هغه سياسي ګوندونه چې څو کاله مخکې د اوو سوو( ۷۰۰ ) کسانو په غړيتوب سره راجستر شوي وو ، د نوي قانون په بنسټ مکلف دي چې د تذکرو له مخې د لسو زرو غړو نومونه د عدليې وزارت ته وسپاري ، که نه د خپل فعاليت حق به په رسمي توګه له لاسه ورکړي .


24.02.2010 11:07    |   سید سلیمان اشنا په افغانستان کې ستونزې او په سیمه کې د لویدیځ گټې

څه کم نهه لسیزې کیږي چې شاوخوا پنځه ویشت ملیونه افغانان د افغانستان په نوم د خپل هیواد آزادي لمانځي. پدې څه کمه پیړئ موده کې په ملیونونه افغانان د همدې ورځې د ساتلو په هدف د هیواد قرباني شوي، کیږي او ښایې لاهم دوام ولري. ددی هیواد چې په منځني ډول نیم په نیمه اوسیدونکي یې له سواده محروم او د ژوند په ابتدایي شرایطو او امکاناتو ځان ساتي ، هیڅ کله د پردي تر واک لاندې خاني نه خوښوي. مذهب چې عمدتاً د هیواد نهه نوي وگړي یې مسلمانان دي په کلتوري لوښي کې یې شکل نیولې او هرڅه یې تر همدې دوه گوني عقیدې ، دین او کلتور نه قربان کړي. اکثره کاري قوه ځوانه خو په جگړو کې زیږیدلي ، لوی شوي او مړه شوي دي. ښایې دا سلسله تر لږترلږه دوه نسلونو نوره هم دوام وکړي؟


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف